د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني وسله والو د ناټو ۱۰۶ اکمالاتي لارۍ وسوځولې


پاکستاني وسله والو د ناټو پر یوه اکمالاتي کاروان برید کړی او شا او خوا سل لاری یې سوځولي دي. دا پیښه د پیښور نه د باندې افغانستان ته په لویه لار شوي ده.

پاکستاني وسله والو نن د یکشنبې په ورځ سهار وختي د پیښور ښار ته نژدې د رنگ روډ په سیمه د ناټو یو سل او شپږ اکمالاتي لاری وسوځولې.

د سیمې د یو پولیس په وینا په دې لاریو کې پوځي موټر او د جگړې نور اړین سامان بار وو.

د دې بار وړونکو لاریو چوکیداران وایي شا اوخوا دوه سوه وسله والو کسانو د موټرو پر دوو اډو باندې برید وکړ او هر څه یې وسوځول.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو د ځواکونو ډیری برخه اکمالات د پاکستان د کراچی د بندر له لارې کیږي او افغانستان ته د رارسولو لپاره د خیبر له لارې کار اخیستل کیږي.

دغه لار له پېښوره تر طورخمه په یوه سخته غرنی سیمه تیره شوي ده.

تیره میاشت هم په همدې سیمه کې وسله والو ناټو د دوولسو لاریو یو کاروان وتښتولو چې وروسته د پاکستان حکومت د یوې اونی لپاره لا هم تړلي وه. د طالبانو د نني برید په اړه د پاکستان د پولیسو یو چارواکې وایي شا اوخا دیرش تنو وسله والو د لاریو په اډه باندې وکړ او دوشپیته لاری یې سوځولې دي.

خو د نړیوال لوژیستیک ترمینل اداري مسؤل کفایت الله خان وایي یو سل او شپږ لاری سوځول شوي چې او په دوشپیته لاریو کې هموي موټر بار وو.

کفایت الله خان: "د سهار شا اوخا دری بجې وي چې راغلل. په لسگونو تنه ول او هر لور ته یې ټکونو پیل کړل. شپږ نوي لاری وسوځویدلې. شپږ کانتینرونه چې یو څلویښت فټ کانتینر هم وو سوځیدلی، په دې کې جیپان، لاری او د اطفایې موټرونو هم بار وو چې د افغانستان د ملي اردو لپاره وو. زموږ یو چوکیدار هم ویشل شوی او مړ شوی دی."

په اکمالاتي لاریو باندې د نن ورځې برید په دې سیمې کې د طالبانو تر ټولو زړور گام بلل کیږي او دا اندیښنه یې پیدا کړې ده چې طالبانو د ناټو د کاروانونو په مخ ددې لارې د تړلو قوت موندلی دی.

که څه هم د ناټو د ځواکونو پنځه اویا فیصده اکمالات د پاکستان له لارې کیږي خو د ناټو او د امریکایي ځواکونو چارواکې وایي داسي پیښې یې په افغانستان کې په عملیاتو باندې هیڅ ډول بد تاثیر نه شي کولی.

د څه مودې راهیسي ناټو هڅه کوي چې د مرکزي اسیا د هیوادونو له لاري اکمالات پیل کړې.

XS
SM
MD
LG