د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: افغانستان تر ټولو زیات اهمیت لري


د راتلونکي کال د جنوری د میاشتی پر شلمه به په امریکا کی نوی حکومت د چارو واگي په لاس کی اخلي. د ډېرو زیاتو څارونکو او ماهراتنو سره دا سوال دا دی چی منتخب جمهور ریس بارک اوباما به د افغانستان مسله څرنگه حلوی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی یوه له هغو ډېرو مهمو مسلو څخه چی د جمهور ریس بارک اوباما د ملی امنیت ټیم ورسره مخامخ دی هغه د افغانستان موضوع ده، او بارک اوباما ژمنه کړې ده چی افغانستان ته به په زرهاو نور امریکایی پوځیان لېږی.

د پوځی چارو ماهران پر دې خبری موافقه لری چی په افغانستان کی د یاغیانو سره د مقابلې کولو د پاره زیاتو پوځیانو ته ضرورت دی، مگر دوی دغه راز خبرداری ورکوی چی په افغانستان کی د پوځیانو زیاتول ښایی سمدستی د عراق په څېر سمه نتیجه ورنه کړی.

ورځپاڼه لیکی په افغانستان کی د جنگ څخه اوه کلونه تېر سوي دي خو هلته تر اوسه پوری ځینی مهمی ستونزي حل سوي نه دي. په کلیوالي سیمو کی یاغیان حملې کوی، دښمنان په پاکستان کی مرکزونه لري، حکومت ډېر کمزوری دی، د مخدره موادو تجارت په زور کی دی او د ټولني اقتصادی وده ډېره ورو ده .

د امریکا په استخباراتی رپوټونو کی ویل سوي دي چی خطر ډېر جدی دی. د اگسټ د میاشتی څخه تر اکټوبر پوری یاغیانو په افغانستان کی دونه حملې وکړې چی په دغه موده کی په عراق کی نه وې سوي.

د یاغیانو تقریبا نیمایی حملې امریکایی پوځیانو او نورو خارجی قواوو ته متوجه وې.

د خارجه وزیری کانډولیزا رایس یو پخوانی سلاکار ډېویډ کیل کولن وایی په افغانستان کی ښایی د سم هدف د پاره جنگ روان وي، مگر دا یو سخت جنگ هم دی.

ورځپاڼه وایی چی د بوش د حکومت په زمانه کی د عراق د جنگ خوا ته توجه زیاته سوه او د افغانستان د جگړې اهمیت کم سو. په بغداد کی د پوځی قوماندانی یو تازه روپټ وایی چی په عراق کی نا کراری د کال ٢٠٠۴ په څېر کښتي درجې ته رسېدلي دي. مگر په افغانستان ناکراری زیاتي سوی دي.

په روان کال کی په افغانستان کی د ایتلاف د قواوو ٢٦٧ تنه وژل سوی دي.

ښاغلي اوباما د انتخاباتی مبارزې په جریان کی وویل چی د افغانستان جنگ د ټروریزم پر ضد جگړې کی تر ټولو زیات اهمیت لری او لږترلږه دوې نوری جنگی لواوي باید ور ولېږلي سی.

ورځپاڼه وایی چی ښاغلي اوباما او دهغه سلکارانو په دقیقه توگه دا نه دي ویلي چی افغانستان ته باید څو نه نور پوځیان ولېږل سی. مگر ددفاع وزارت په نظر کی لری چی په افغانستان کی د متحده ایالاتو د ستر قوماندان جنرال ډېویډ مک کرنن د غوښتني سره سم هغه هیواد ته څه باندی شل زره نور پوځیان ولېږی.

د دفاع د وزرات مقامات وایی په دغه قوه کی به څلور جنگی کنډکونه، یو هوایی کنډک، چی په جنگی هیلی کوپټرونو او اکتشافی الوتکو به سمبال وي او د افغانستان د پوځیانو او پولیسو روزنکي ټیمونه شامل وي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی ددغو جنگی عسکرو لومړنی ډلي به د افغانستان په ختیځ کی واچولي سي او باقی پاته به یې جنوبی او جنوب لوېدیځو سیمو ته ولېږلي سي.

خلاصه دا چی په افغانستان کی به د متحده ایالاتو د پوځیانو اوسنی شمېر له څلور دېر شو زرو څخه اته پنځوسو زرو ته ورسېږی، چی له دې سره هغه دېرش زره نور خارجی پوځیان هم ملگري دي چی د ناټو تر قوماندانی لاندي عملیات کوی.

XS
SM
MD
LG