نن دا تائید شوه چې تیره شپه د لوگر په پل علم ولسوالۍ کې د ایساف او د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی دی.
د طالبانو دغه قومدنان محمد بابئ نومیده او هغه څوک و چې د ملکی خلکو، افغان او ایساف ځواکونو د وژلو لپاره یې د ځان مرگو برید کوونکو لپاره امکانات برابرول.
بابئ تردی مخکې هم د ملکي افغانانو په تښتولو او وژنو کې لاس درلود.
د ایساف ویاند زیاتوي چې د قومندان بابي نه وغوښتل چې تسلیم شي خو هغه د افغانستان د ملي اردو په عسکرو ډزې وکړې او په ځوابي عملیاتو کې ووژل شو.