د لاس رسي وړ اتصالات

د نړېوال اقتصادی رکود بډاې هېوادونه لکه جاپان باندی هم اغېزه کړېده


د نړېوال اقتصادی رکود وروستۍ څپی، بډاې هېوادونه لکه جاپان باندی هم اغېزه کړېده او غرېب هېوادونه هم له دې سره لاس او گرېوان دی چې خپل خلک څنگه په نس ماړه کړی.

د جاپان د سونی کمپنی اته زره کارگران په ټوله نړی کې له کار نه برطرف کړل. دغه اندازه دهغوی د ټولو کارگرانو پنځه فېصده تشکېلوی.

په همدی ډول به دغه کمپنی د خپلو تولېداتو لس فېصده کارخانی بندی کړی.

دا خبر په داسی وخت کې خپرېږی چې جاپان نن اعلان وکړ چې دوی د خپل اقتصاد په درېمه ربع کې په لازېات اقتصادی رکود باندی اخته شوېدی. دوی مخکی داسی فکر نه کاوه.

د ملگرو ملتونو د خوراکی موادو او کرنی اداره واېې چې د اقتصادی سوکه والی دهغو خلکو ستونزې نورې هم زېاتی کړېدی چې د خوراکی مواد و د بیی لوړېدلو د سږ کال په ا ولو کې ځپلی وو.

د فاو FAO اداره واېې چې څلوېښت ملېونه نور انسانان هم په هغو انسانانو ورزېات شوېدی چې له لوږې سره مخامخ دی او په سوء تغذی باندی اخته دی.

په امریکا کی: سپېنه ماڼی په هغه مسوده باندی غور کوی چې د دېموکرات گوند د اولسی جرگی غړېو ددې لپاره وړاندی کړېده چې د امرېکا د موټر جوړولو له صنعت سره چې په ستونزو اخته دی مرسته کولی شی.

هغوی واېې چی که د امرېکا د موټر جوړولو کارخانی ېو څو مېاشتی نورې هم خپل کارته ادامه ورکړلی شی نو په ملېونونو کارگران خپل ؤظاېف ساتلی شی.

دغه دواړه خواوې له ېوبل سره په دې امېد باندی پېشنهادونه تبادله کوی چې گوندی ډېر ژر ېوې موافقی ته سره ورسېږی.

د اولسی جرگی مشری نانسی پلوسی نن د سه شنبی په ورځ ووېل چې دا له سپېنی ماڼی سره موافقه ده چې خاص سلاکاران دې وټاکل شی چې دموټر جوړولو صنعت ته د مالی مرستی دورکولو نه مخکی دکارونو څارنه وکړی.

نانسی پلوسی ووېل چې که د موټر جوړولود کارخانو رئېېسان باندی خپل سرته پرېښودل شی، نو دا پرې تبار نلری چې ددغه صنعت مشکلات دی حل کاندی.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش ددوشنبی په ورځ ناوخته په خپله مرکه کې د ABC-TV News له پروگرام سره له دې خبری نه انکار وکړ چې دا وواېې چې دا معامله پاېته رسېدلی ده که نه.

ښاغلی بش ووېل ېوازې له هغو کمپېنو سره به مالی مرسته وشی چې داوږدې مودې لپاره د کار کولو قابلېت او استعداد لری. هغه ووېل د پالېېسېو جوړوونکېو ته پکار دی چې ترخپلې وسی پورې کوشش وکړی چې د مالېه ورکووونکېو پېسی بېرته تادېه شی.

د دوشنبی په ورځ دوخته د بش ادارې او دېموکراتانو په کانگرېس کې ووېل چې دوی په هغه معامله کې پرمختگ کړېدی چې د موټر جوړولو کارخانو ته به د عاجلی قرضې په نامه پنځه لس ملېارده ډالره ورکړی .

دا پېسی به هغوی ته د اېنرژی وزارت ددی لپاره ورکړی چې هغوی د اسی موټر جوړکاندی چې د تېلو سوزولو په برخه کې په کافې اندازه اقتصادی وی.











XS
SM
MD
LG