د لاس رسي وړ اتصالات

د ترورېستی برېدونو متهم کسان 'غواړی اعتراف وکړی'


د سېپتبمر د ١١نېټی د ترورېستی برېدونو په پلان جوړولو کې متهمو کسانو، قاضی ته ووېل چې دوی غواړی اعتراف وکړی.

هغه پنځه کسان چې پر امرېکا باندی د سېپتبمر د ١١- نېټی د ترورېستی برېدونو په پلان جوړولو کې متهم گڼل سوېدی، هغوی د امرېکا نظآمی قاضی ته ووېل چې دوی غواړی د گناهکارتوب خواست وکړی. خو په رسمی توگه ېې د خپلو در خواستونو ورکول ځنډولی دی.

د محکمی په پېل کې قاضی سټېفن هېنلی د متهمېنو نه چې د سپتبمر د ١١-مې نېټی د مهم پلان جوړوونکی خالد شېخ محمد هم پکی و، ېو لېکنه تر لاسه کړه او وې لوستله.

هغوی له محکمی نه غوښتلی دی چې محکمه دې دا ېرسی چې موږ خپل اعترافات وکړو. څارنوالانو دهغوی لپاره د مرگ د سزا غوښتنه کړېده.

دغو پنځو متهمانو ووېل چې دوی دا فېصله چې په خپله گناه د اعتراف درخواستونه به ورکوی هغه وخت وکړه چې براک اوباما د جمهوری رېاست انتخابات وگټل.

دوی دا هم ووېل چې دوی له خپلونورو در خواستونه چې مخکی ېې محکمی ته ورکړېدی تېرېږي اود هغ په ځای به د خپلو گناهونو د قبلولو درخواستونه ورکړی.

ښاغلی اوباما وېلی وو چې دی غواړی د گوانتانمو جنجالی زندان چې دغه توقېف شوی خلک پکی پراته دی هغه وخت بند کړی چې دی د جمهوری رېاست مقام تر لاسه کړی.

هغه غواړی چې دغه بندېان د امرېکا په عادې ملکی محکمو کې او ېا په نظامی محکمو کې محآکمه سی. اوس دغه بندېان په خاصو نظآمی محاکمو کې محآکمه کېږی.

خالد شېخ محمد او دوه تنو نورو متهمانو ووېل چې دوی غواړی نتظار وکړی چې ترڅو پورې قاضی د څلور م او پنځم متهم په باب فېصله وکړی چې هغوی په ذهنی لحاظ ددی وړ دی او که نه چې له خپل ځان نه په محکمه کې دفاع وکړی.

ترهغی وروسته به دوی پنځه واړه په گډه د خپل گناهکارتوب درخواست وړاندی کړی.

رپوټ واېې ددوشنبی په ورځ چې کومې پېښی وشوې هغه ددې ضمانت ورکوی چې ددوی محاکمه به ترهغه وخت پورې خلاصه نشی څو پورې چې نوی جمهوررئېس براک اوباما د جنوری په شلمه نېټه د فاداری لوړه پورته نکړی.

د بشری حقوقو ډلو پردغونظامی کومېسېونونو اعتراض کړېدی او واېې چې که چېری دوی د هغوی د گناهکارتوب حکم وکړی نوهغه به په ملکی محکمه کې د محاکمی وړ ونه بلل سی ځکه چې په خپله گناه اعتراف کول د کلونو کلونو د زندان او تعذېب نتېجه گڼل کېږی.

خالد محمد شېخ مخکی وېلی وو چې دې له محکمی نه غواړی چې اعدام ېې کړی ځکه دی غواړی چې د شهادت مرتبه حاصل کړی.

پنتاگان د قربانېانو د کورنېو له جمله نه پنځه کسان په پچه باندی د سلو کسانو له جملی نه ټاکلی وو چې دهغوی په محاکمه کې گډون وکړی.

دا کسان ددوشنبی په ورځ د محکمی شاته د لېدونکېو په ځای کې ناست ول. هغوی له متهمېنونه جلا ناست ول.

XS
SM
MD
LG