د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه د مارچ په مېاشت کی خپل عسکر د عراق نه راوباسی


بریتانوي چارواکی وایې پر عراق باندې د امریکا پر مشرۍ د شپږ کالو وړاندې یرغل وروسته، په راتلوونکي مارچ کې به د دوی عسکر له عراق څخه په وتلو پیل وکړي.

برتانیه خپل عسکر شپږ کاله مخکی د امرېکا په مشرئ د نظامی ېرغل په وخت عراق ته لېږلی ؤ.

توقع کېږی چه چه څو زره امرېکاېې عسکر به په عراق کې د انگلستان د عسکرو ځای ونېسی.

د مطبوعاتو راپورونه واېې انگلستان غواړی چه د بصره نه د خپلو څلورو زرو عسکرو زېاته برخه را وباسی او ېواځی څلور سوه عسکر به پرېږدی چه عراقی عسکرو ته نظامی روزنه ورکړی.

وېل کېږی چه د انگلستان دعسکرو راوتل به په بصره کی د امنېتی وضع پوری تړلی وی.

انگلستان هم په جلا ډول د عراق د حکومت سره خبری کوی چه دروان مېلادی کال په پای کی دخپلو عسکرو د پاتی کېدلو لپاره ېوه قانونی لاره راپېدا کړی.

XS
SM
MD
LG