د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ددفاع وزیر  افغانستان ته تللی دی


د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس افغانستان ته تللی دی. هغه وایی چی د راتلونکي کال تر دوبي پوری به دې هېواد ته د امریکایي عسکرو دوې نوري محاربوي لوا گاني هم واستوي.

هغه مخکی له دې چی نن د پنجشنبې په ورځ کندهار ته ورسیږی په خپله الوتکه کی خبریالانو ته وویل چی دی توقع لری امریکا به دده په قول په دې مبارزه کی د اوږدې مودې د پاره شامله پاته وی، چی ددې خبري نه یې مقصد د افغانستان جگړه ده.

مگر هغه وویل چی دی غواړي دا یقیني کړی چی افغان قواوي به د یاغیانو او طالبانو سره په جگړه کی په مخکنۍ کرښه کی وی.

امریکایي چارواکو ویلي دي چی امریکا به بل کال ته افغانستان ته تر شل زره پوري نور عسکر هم واستوي چی د هغو ٣٢ زره عسکرو سره چي همدا اوس یې په هغه ملک کی لری یو ځای شی. او برسیره په دې، تقریبا په همدې شمیر د ناتو عسکر هم په هغه هیواد کی پراته دي.

بل پلو، د متحده ایالاتو یو ستر پوځی مقام، مایک مولین،وایی هغه انتظار نه لری چی د ستراتیژی په باب روانو نویو دریو طرحو کی به د افغانستان په برخه کی د متحده ایالاتو په پالیسی کی لوی تغیر راسی.

انتظارکېږی چی ددغو دریو نویو طرحو وړاندي کونکي ډلی به د جنوری په میاشت کی د منتخب جمهور ریس بارک اوباما د کار له پیل کولو څخه لږ وروسته خپل رپوټونه خپاره کړی.

د لویو در ستیزانو د کمېټی ریس د سمندری قواو سترجنرال، مایک مولین، په دغو ډلو کی دیوې مشر دی. نور دوه ځایونه چی پر ستراتیژی باندی غور کېږی هغه سپینه ماڼئ او د متحده ایالاتو مرکزی قومانداني ده چی په ټول منځنی ختیځ او مرکزی اسیا کی د متحده ایالاتو د پوځی عملیاتو څارنه کوی.

مگر که څه هم چی د طالبانو حملې په دې میاشت کی زیاتي سوي دي خو ستر جنرال مولین وایی هغه انتظارنه لری چی د غور کولو درې واړه ډلي به اوسنی ستراتیژی منظوره کړي.

"په اوس حالت کی په هر صورت زه د کوم اساسی بدلون انتظار نه لرم. زه فکر کوم چی تاکید به ډېر مهم وی. دا څرگنده خبره ده چی موږ به گورو چی نوی حکومت د دغو نویو طرحو سره څه کوی او په دې کی شک نسته چی پر دې مسله به بحث کېږی چی دغه ستراتیژی څرنگه د سره لاري ته برابره سی.

او موږ به گورو چی د نوي ستراتیژی د عملی کولو دپاره په لاس کی څه لرو. په افغانستان کی د متحده ایالاتو اوسنی ستراتیژی داسی ده چی امریکا په دریو برخو کی فعاله ده: امنیت، اقتصادی وده او په ټول هیواد کی د حکومتی سسټم بهترول."

ستر جنرال مولین دا مني چی د دغی ستراتیژی دعملی کېدلو دپاره محدود منابع او وسایل لرو مگر دا وایی چی د جنوری په میاشت کی به امریکا افغانستان ته نور پنځه دېرش سوه پوځیان لېږی او دی هیله لری چی له هغه څخه وروسته به هم ډېر نور پوځیان ولېږی.

مقامات وایی متحده ایالات به په راتلونکي کال کی افغانستان ته نور شل زره پوځیان واستوی او د متحده ایالاتو له دوه دېرشو زرو حاضرو پوځیانو سره به یو ځای سی.

مایک مولین: "افغانستان ته ددغو ټولو پوځیانو د لېږل کېدلو سره هم د هغه هیواد ستونزه نه حلېږی. د پوځیانو د زیاتېدلو سره به هلته په پوځی محيط کی تغیر راسی. مگر دوه نور کارونه چی اقتصادی وده او د حکومت بهترول دي هغه پاتېږی او متحده ایالات او ناټو او نړی واله ټولنه باید په گډه د هغو اهدافو د تر لاسه کېدلو دپاره کار وکړی."

سترجنرال مولین وایی د افغانستان د ستراتیژی یوه بله لویه برخه د مخدره موادو د تولید او تجارت سره د مبارزې بهترول دی.

مایک مولین وایی ناټو تر یوه ځایه پوری دغه ماموریت منلی دی او د متحده ایالاتو د پوځیانو زیاتېدل به ددغی ستراتیژی د عملی کېدلو سره مرسته وکړی. او دی وایی یو بل عنصر هم سته چی دی فکر کوی باید پر ستراتیژی باندی د غور کېدلو په وخت کی ټینگار ورباندی وسی او هغه د ممبی د ټروریسټی حملو په نتیجه کی د هند او پاکستان ترمنځ د راغلي تاوتریخوالي کمول دياو له پاکستان سره باید د افغانستان په سرحد کی په قبایلی سیمو کی د ټروریسټانو د مرکزونو په له منځه وړلو کی مرسته وسی.

XS
SM
MD
LG