د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مسلمانان د اوباما نه څه غواړي؟


امریکايي مسلمانان د اوباما نه څه غواړي؟ دوی څه کولی شي چې خپل نقش په دې ټولنه کې له سره وټاکي؟ دا د هغه خاصې غونډې اجندا وه چې په دې وختونو کې په واشنگټن کې د امریکايي اسلامي اړیکود شورا یا کې یر لخوا جوړه شوې وه.

د امریکايي اسلامي اړیکو د شورا یا کی یر مسئول نهاد اواد په خپله وینا کې په منتخب جمهور رئیس بارک اوباما غږ وکړ چې په اسلامي نړی کې د ملیتارستي سیاستو نه کار وانخلي او اداره یې د مسلمانانو مفکورو او ذوقونو ته توجه ولري.

اواد: "مونږ د منتخب جمهور رئیس بارک اوباما نه غواړو چې په خپله وعده ودریږي او د عراق ناجایزې جگړې ته خاتمه ورکړي. مونږ همدارنگه د ده نه غوښتنه لرو چې په افغانستان کې هم جگړه سخته نه کړي.

اوباما باید د مسلمانانو سره سلا مشورې وکړي ځکه دوی نه یواځې د امریکا په برخه کې فکر کوي بلکه د ټولې نړی په مسئلو اندیښمن دي.

بلاخره مونږ د اوباما نه غواړو چې په خپله اداره کې اقلیتونو ته هم ځای ورکړي. تر اوسه پورې مسلمان امریکایان د چارو نه لرې پاتې شوي دي. مونږ هیله لرو چه هغه به لایق او په کار پوه مسلمانان په خپله اداره کې په کار وگماري او داسې مسلمانان ډیر زیات دي."

د کی یر مسئول همدارنگه د اوباما نه غوښتنه وکړه چې په راتلونکي حکومت کې د قانون زبر دستي وساتي ځکه د بش په اته کلنه دوره کې قانون تر پښو لاندې کیده. ده هیله څرگنده کړه چې د اوباما اداره د نورو ادیانو خلکو ته درناوی ولري.

اواد: د امریکا مسلمانان ځانونه گوښه گڼي. دوی ددې نه اندیښنه لري چې د ځنو ادارو لخوا ورسره د مور میری سلوک کیږي. ده دا غوښتنه هم وکړه چې د مسلمانانو بشرې مرستو ته باید اجازه ورکړ شي چې مستحقو خلکو ته ورسوي او دوی ته په کورنیو او باندنیو مسئلو کې د تصمیم نیولو په پروسه کې برخه ورکړ شي."

نهاد اواد وايي د ویرې پالیسي امریکايي رایه ورکونکي ددې نه وانه ړول چې د ملي انتخاباتو په وخت کې په اساسي ستونزو فکر وکړي. ده یادونه وکړه چې څنگه یو فلم چې غواړي د اسلام او تروریزم تر منځ اړیکه پیدا کړي د امریکا په گوټ گوټ کې وښودل شو او دا کار محافظه کارو سیاسې ډلو وکړ.

دوی دا کار د نوامبرد انتخاباتو نه څو ورځې مخکې وکړ. خو دغه تکتیک ونه شو کړی چې د خلکو توجه بلې خوا ته واړوي او مسلمان رایه اچونکي ددې نه وویروي چې په انتخاباتو کې په لویه پیمانه گډون وکړي.

XS
SM
MD
LG