د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ اقتصادي رکود په اسیا باندې خپلې اغیزې کړي دي


نوي ارقام ښيي چې د چین اقتصادی وده ورو کیږي او د جنوبی کوریا مرکزي بانک د ربحې اندازه په بېسارې توگه کمه کړیده. حالات داسې ښیي چې په نژدې وختو کې اقتصادي وضعه ښه نشي.

د تیر نوامبر په میاشت کې د چین د حکومت عایدات درې په سلو کې لږ شول چې دا هم د کمزوري اقتصاد یوه نښه ده.

د چین د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مالیې کمول چې مقصد یې دا ؤ چې خلک وکولی شي شیان واخلي او اقتصادي وده گړندۍ کړي، د چین د حکومت د عوایدو په کمولو کې اغیزه کړېده.

دا دریمه میاشت ده چې د چین د حکومت عواید کمیږي.

په چین کې د انفلاسیون اندازه کمیږي په دې کار سره که له یوې خوا مستهلکین خوشالیږي خو له بلې خوا، د انفلاسیون کمیدل اجناسو ته د غوښتنې د کمیدلومعنی هم ورکوي.

په سیول کې حکومت بیا هم د ربحې اندازه کمه کړېده او اوس په دې هیواد کې دربحې اندازه د تیرو وختو نو په پرتله ډیره کمه ده.

د جنوبي کوریا د مرکزي بانک رئیس ویلي دي چې د جنوبي کوریا اقتصادي وده به تر یو وخته پورې همداسې ورو پاتې شي ځکه صادراتو ته غوښتنه نه زیاتیږي.

ده څرگنده کړه که چیرې مالي سیستم بیا ونه رغیږي نو ددې تمه کیدلی شي چې بانکي ربح نوره هم کمه شي.

د اسیا پرمختیايي بانک چې مخکی د سږکال لپاره د اسیا یی پرمختیايي هیوادونو اقتصادي وده په سلو کې اوه اعشاریه اته اټکل کړې وه، اوس وايي دغه وده به یواځې په سلو کې شپږ اعشاریه نهه وي او کال ته به دغه وده یواځې په سلو کې اوو ته ورسیږي.

اسیايي پرمختیايي بانک وايي ستونزه په دې کې ده چې په امریکايي او اروپايي بازارونو کې اجناسو ته غوښتنه کمه شوېده.

XS
SM
MD
LG