د لاس رسي وړ اتصالات

هند: پاکستان د ترهگرو خلاف اقدامات وکړي


د هند د حکومت کابېنی له پاکستان نه غوښتنه کړېده چې د هغو ترهگرانو خلاف سخت اقدامات وکړی چې په دغه هېواد کې دننه عملېات کوی. هغوی لوړه کړېده چې د راتلونکېو حملو دمخنېوي لپاره به هر ډول اقدامات وکړی.

دا خبری، دهند دکورنېو چارو وزېر پالانېپن چېدم برم نن د پنجشنبی په ورځ پارلېمان ته د مومبی د خونړېو حملونه وروسته په خپله اولنی رسمی وېنا کې وکړی.

هغه دداسی پلانونو اعلان هم وکړ چې دهند په استخباراتو کې بدلون راولی.

ددې ترڅنگ به د ساحلی چارو ېوه قومانده هم جوړه شی او د تحقېقاتو ېوه نوی ملی اداره به جوړه شی. د هند د کورنېو چارو وزېرووېل دوی داسی بېلگی لری چې له هغونه هېڅوک انکار نشی کولی چې د احملی د پاکستان له خاوری نه شوېدی.

د هند د خارجی چارو وزېر پراناب مکرجی له اسلام اباد نه وغوښتل چې په دغه برخه کې په بېړه اقدام وکړی او په بشپړ ډول دترهگرانو بنسټ په پاکستان کې له منځه وېسی.

رپوټ واېې چې دهند حکومت په داخل کې له سخت انتقاد سره مخامخ دی ځکه چې د استخباراتو او امنېتی چارو په برخه کې له حملونه مخکی نېمگړتېاوې او بې پرواېۍ موجودی وې.

دهمدغو حملو په سبب دهند اړېکی له پاکستان سره خړې پړې شوېد. دهند ېوشمېر سېاستمداران پر پاکستان تور لگوی چې ترهگرانو ته د سېب ځای ورکوی.


XS
SM
MD
LG