د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او اېران ترمنځ د روغی جوړي په لاره کی، 'ډېر زیات خنډونه پراته دي'


د منتخب جمهور ریس بارک اوباما په خارجی پالیسی کی به اېران ډېر زیات اهمیت ولری. اوباما د جمهوری ریاست دپاره د انتخاباتی مبارزې په ترڅ کی څو ځله وویل چی غواړي د اېران سره خبری پیل کړی.

مگر لکه څرنگه چی د امریکا ږغ راډیو خبریال گیری تامس رپوټ راکوی د متحده ایالاتو او اېران ترمنځ د روغی جوړي په لاره کی ډېر زیات خنډونه پراته دي.

ایا د اوباما د حکومت په وخت کی به د اېران او متحده ایالاتو په اړېکو کی یو څه بهتري راسی؟ ډېر څېړونکي فکر کوی چی بهتري راځی.

د ښاغلي اوباما د انتخابېدلو څخه وروسته د خارجی پالیسی ماهرانو د اېران سره د خبرو دپیل کولو موضوع توده کړې ده. او ډېر څېړونکي په دې عقیده دي چی د متحده ایالاتو او اېران ترمنځ د خبرو د پیل کېدلو لاره له بغداد څخه تېرېږی.

د متحده ایالاتو په پوځی اکاډیمی کی د ټروریزم سره د مبارزې یو ماهر براین فیش مېن وایی څرنگه چی دواړه هیوادونه په عراق کی گټي لری نو ښایی دا مسله د اېران او امریکا بهترېدلو ته لاره هواره کړی.

"د دښمنی دپاره ډېر زیات دلایل سته، خو زه نه غواړم چی د جگړې کلمه استعمال کړم. مگر د همکاری دپاره ځکه ډېره ښه زیمنه سته چی دواړه هیوادونه د عراق د ثبات سره علاقه لری. موږ غواړو چی په عراق کی ثبات ټینگ وی. عراقیان هم د خپل هیواد له ثبات سره مینه لری. او دغه مسله د خبرو د پیل کېدلو هسته کېدلای سی. خو دا د لوبي پای نه دی او ډېر زیات مشکلات په مخ کی دی. مگر دغه خبره د دواړو هیوادونو ترمنځ د گټورو اړېکو دپاره اساس جوړوی."

اېران د متحده ایالاتو او عراق ترمنځ د هغی موافقې له امله ډېر خپه دی چی د متحده ایالاتو پوځیانو ته اجازه ورکوی چی د کال ٢٠١١ تر پایه پوری په عراق کی پاته کېدلای سی.

د متحده ایالاتو او اېران عالی رتبه مقاماتوو د عراق په باب د وخته څو ځله خبری سره کړي دی. خو مخکنی خبری چندانی کومی نتیجې ته ونه رسېدلې او یو علت یې دا وو چی اېران په عراق کی شیعه ملېشو ملاتړ کاوه.

د اېران سره د خبرو د پیل کولو په پالیسی باندی چاته قناعت ورکول اسانه کار نه دی. ویل کېږی چی اېران د اټومی وسلو پروگرام لری، خو د اېران مقامات دا ادعا ردوی او دا د خبرو د پیل کېدلو په مخ کی یو مهم خنډ دی.

اېران په لبنان کی د حزب الله په څېر ډلو ملاتړ کوی او په عراق کی د شیعه ملېشو ملاتړ کوی او جمهور ریس محمود احمدی نژاد تهدید کړی دی چی غواړی اسراییل تباه کړي.

د اسرایلیلو خارجه وزیری زیپی لیونی د متحده ایالاتو له انتخاباتو څخه وروسته وویل چی د اېران سره د خبرو پیل کېدل به د متحده ایالاتو د کمزوری نښه وگڼله سی.

د سی آی اې یو پخوانی مامور گېری برینټسن وایی د اېران سره خبری گټه نه لری.

"زه دا خبره منم چی د اېران سره د سلوک دغوره کولو په باب خبری سوي دي. مگر له اېران سره دخبرو څخه به موږ څه ترلاسه کړو. اېران غواړی چی په سیمه کی تسلط ترلاسه کړی. دوی د اسراییلو د تباه کولو خبره کړې ده .دوی غواړی چی موږ له هغی سیمی څخه ووزو. زه وایم موږ دوی ته څشی ورکولای سو؟مگر د سی آی اې یو بل پخوانی مامور باب بېیر دا خبره نه منی."

بله موږ له دوی سره خبری کولای سو. په بغداد کی ددوی ټولی غوښتني بېخی معقولي وې. موږ د بغداد په امنیت کی له دوی سره مشترکی گټی لرو. موږ یو هم په عراق کی د داخلی جنگ طرفداری نه کوو. او د افغانستان په بر خه کی موږ دواړه د طالبانو د قدرت سره مخالف یو. او دا هغه مسایل دي چی موږ خبری ورباند یکولای سو او په اسانی سره یوه ښه حل ته رسېدلای سو.

بېیر وایی د اېران سره باید د خبرو پر اجندا باندی پټی خبری پیل سی. او د اوباما حکومت باید وروسته اېران ته یو پټ استازی واستوي او د لومړنیو پټو خبرو نتیجه تعقیب کړی. خو ټول څېړونکي خبرداری ورکوی چی ددغو خبرو څخه باید ډېره زیاته تمه ونه لرو. تر نورو خبرو چی را تېر سو دې دواړو هیوادونو دېرش کاله له یوه بل سره په دښمنی کی ژوند کړی د یاو پر یوه بل باندی باور نه لری.

او اېران هم په دغه مسله کی سپینه خبره نه ده کړې، او که یې له یوې خوا د خبرو پیل کولو ته میلان ښودلی دی نو د بلی خوا یې داسی حرکت کړی دی چی د خبرو د پیل کېدلو په مخ کی پخپله یو خخنډ گڼل کېدلای سی.

جمهور ریس احمد نژاد منتخب جمهور ریس بارک اوباما ته د مبارکی یو لیک واستاوه.

په اېران کی د کال ١٩٧٩ د اسلامی انقلاب راهیسی د اېران هیڅ مشر د امریکا جمهور ریس ته لیک نه وو لېږلی. خو یوه هفته وروسته اېران داسی توغوندیي وازمېیل چی اسراییل ویشتلای سی.

XS
SM
MD
LG