د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عسکر له عراقي ښارو څخه نه وځي


په عراق کې د امریکايي قواوو عمومي قومندان وايي، د دوی عسکر به د عراق په ښارونو کې د جون د میاشتې وروسته هم پاتې شي. ټاکل شوې وه چې د جون په میاشت کې به امریکايي عسکر د عراق له ښاري سیمو څخه ووځي.

جنرال رایمنډ اوډیرنو نن خبریالانو ته وویل چې عسکر یې په دغو ښارونو کې د عراقي قواوو د روزلو لپاره پاتې کیږي. جنرال اوډیرنو د عسکرو د وتلو لپاره کومه نیټه ونښودله.

تر اوسه نه ده معلومه چې د عراق پارلمان به د جنرال اوډیرنو ددغه پلان په خلاف څه عکس العمل وښيي.

د امریکا او عرا ق په هغه امنیتي تړون کې چې تیره میاشت د عراق پارلمان تصویب کړ، راغلي چې امریکايي قواوې باید د راتلونکي کال د جون تر پایه پورې د عراق له ښاري سیمو څخه ووځي.

له بلې خوا، د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس هم نن عراق ته تللی دی چې له عالي رتبه پوځي قومندانانو سره د عسکرو د شمیر د راکمولو په باب خبرې وکړي.

د شوي امنیتي تړون له مخې، ټولې امریکايي قواوې باید تر ٢٠١١ کال پورې له عراق نه ووځي.

XS
SM
MD
LG