د لاس رسي وړ اتصالات

"د هند جنگی الوتکې د پاکستان پر قلمرو ورغلي"


د نېوېارک ټاېمز لېکی چې دهند جنگی الوتکی د پاکستان فضاېې قلمروته ورداخل شوی او پاکستان خپلو الوتکې ورپسی را پاڅولی چې بېرته ېې له سرحد نه واړوی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې دغه فضاېې تېری د هند له خوانه چې مشران ېې پاکستان د ترهگری مرکز بولی، د شدت اوقو ت مظاهره ده. د هند مشران واېې چې د پاکستان د نظامی استخباراتو ادارې له ډېرو خت راهېسی له لشکر طېبه سره چې هند ېې د مومبئی په حملو کې لتاړ بولی مرسته کړېده.

د پاکستان چارواکېو هم په پوره شور او زوږ دا خبره مطبوعاتو ته وکړه چې دهند الوتکېو ددوی په فضاېې قلمروتېری کړېدی خو څه خطر نشته.

د پاکستان د اطلاعاتو وزېره شېري رحمن واېې چې دهند جېټ جنگی الوتکېو د شنبی په ورځ د پاکستان پر فضاتېری کړېدی او د هغه هېواد فضاېې قلمروته ورداخل شوېدی.

واشنگټن پوسټ هم لېکی له دې سره سم د پاکستان هواېې قوه د تېارسۍ په حال کې شوه. پاکستان واېې چې دوی خپلې قواوې د تېارسۍ په حال کې ددې لپاره درولی دی چې هند لوړه وکړه چې د پاکستان خلاف به سخت اقدامات وکړی ځکه چې پرمومبئي باندې د نومبر په مېاشت کې د ترهگری حملی شوې وې.

د پاکستان د اطلاعاتو وزېرې شېري رحمن ووېل چې د هند جېټ جنگی الوتکې سهواً د پاکستان فضاېې قلمروته ورداخل شوې. هغې ووېل چې د پاکستان هواېې قوې له هند سره اړېکی ټېنگی کړېدی او د فضاېې قلمرونه تېرې ېې تصدېق کړېدی.

واشنگټن پوسټ د شېرې رحمان له قوله لېکی چې د پاکستان فضاېې قواو خپل معمول ځواب ورکړ او خپلې هواېې قواوې ېې د تېارسی په حال کې ودرولی.

هغې ووېل چې د دغېر ضروری خطر لپاره ضرورت نشته. د پاکستان د هواېې قوې نطاق جگړن هماېون وقار ووېل د پاکستان جېټ الوتکېو د فضاېې قلمر و د تېرې په مقابل کې په بېړه حرکت وکړ.

دا پېښه د کشمېر په جنجالی سېمه او د لاهور په ختېځه برخه کې وشوه او دغه دواړه ځاېونه د لشکر طېبه او جماعت الدعوه پاخه مورچلونه گڼل کېږی. وقار ووېل چې د پاکستان د پوځ هواېې قوه به د دې لپاره دتېارسئ په حال کې پاتی شی چې هرډول تېرې او تجاوزشنډ کړی.

د پاکستان د هواېې قوې چارواکېو ووېل چې دغه پېښه د شنبی په ورځ په نېمایی کې هغو دوه ځاېونو ته نېژدی واقع شوېده چې افراطی ډلې لشکر طېبه پر مومبئی بندی پکې د حملو پلان جوړ کړی و.

د مومبئی په حملو کې تېره مېاشت تر ١٧٠ زېات کسان ووژل شول او تر ٢٣٠ زېات زخمېان شول.

د هند د هواېې قوې نطاق هواېې ډگرمن مهېش اوپاسانی دېکشنبی په ورځ ووېل چې دهند هواېې قوې له دېنه انکار کړېدی چې گنی دوی هل هواېې قلمرونه تېری کړی دی.

واشنگټن پوسټ لېکی چې هند او پاکستان دهغه وخت راهېسی چې په ١٩۴٧ مېلادی کال کې ېې له برِتانېې نه ازادی اخېستی ده تراوسه پورېې درې جگړې کړېدی.

واشنگټن پوست لېکی له هغه وخت راهېسی چې په ١٩٧۴ مېلادی کال کې هند خپله اټومی چاودنه وکړه نو ددغودواړ رقېبو هېوادونو ترمنځ دښمنی نوره هم پېسی زېاته شوېده.

په ١٩٩٨ مېلادی کال کې هند د پاکستان سرحد ته نېژدی اټومی ازموېنی وکړی. ددې په ځواب کې پاکستان په بلوچستان کې شپږ اټومی ازموېنی وکړی او دا وږده واټن اولنی توغندی ېې هم وازماېه.

ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ ددغې وسله والې مسابقی په سبب غرب پردواړو سخت انتقادونه وکړل.

XS
SM
MD
LG