د لاس رسي وړ اتصالات

د تایلنډ پارلمان نوی صدر اعظم وټاکه


د تایلند د مهممخالف گوند مشر د پارلمان په یوه خاصه رای گیری کی ددغه هیواد د دریم صدراعظم په توگهمنتخب شویدی.

دا بدلونونه په تایلند کی د یوه کال په ترڅ کی پیښ شول.ددیموکرات گوند مشر ابهیسیټ ویجایاوا٢٣٥ رایی وگټلی.

دهغه مخالف١٩٨ رایی وگټلی. دهغه مخالف دیوه پخوانی واکمن گوند غړی او د پوليس و پخوانی مشر پراچه پرامانگ و.

د ښاغلی ابهیسیټ انتخابیدل به یو کال وروسته پای ته ورسیږی. تر دی مخکی هغه له هغو گوندونو سره ایتلاف کړی و چی د تایلند له پخوانی صدر اعظم تکسین شینواترا سره یی ایتلاف کړی و.

تکشین شینواترا په ٢٠٠٦ میلادی کال کی په یوه سپینه کودتا کی له صدارت نه لیری کړی شو.

ددغه جلا وطن صدر اعظم پلویانوکوشش وکړ چی دتایلند د پارلیمان د رایو مخه بنده کړی. ښاغلی ابهیسیټ په لندن کی پیدا شویدی او هماغلته یی تعلیم کړیدی. هغه د هغو مظاهره چیانو طرفداری کړی وه چی څه موده مخکی یی د بنکاکهوایی میدان داتوورځو لپاره بند کړی و.

د تایلند پخوانی صدراعظم سومچای وانگساوات ددی میاشتی په سر کی استعفی وکړه.

له بلې خوا چین او تایوان په خپلو کی د هوایی شرکتونو او پوستی مستقیم خدمات پیل کړیدی. دا اول ځل دی چی ددواړو سیمو ترمنځ دغه خدمتونه پیل کیږی .

دا په ١٩۴٩ میلادی کی چی دواړه سر ه جلا شول دریدلی وو. نن ددوشنبی په ورځ یوه الوتکه د چین له جنوبی برخی شین ژین نه تایوان ته ولاړله. یو بل پرواز د تایوان له پایتخت تایپی نه د چین ستر ښار شانگهای ته ولاړ.

د دواړو هیوادونو د موافقی پر بنا چی په نومبر کی وشوه د باروړونکیو الوتکیو پروازونه او د مسافرانو پروازونه به ددواړو هیوادونو ترمنځ په منظم ډول پیل شی . پخوابه د اونی په پای کی او د خاصو مراسمو په وخت کی د اپروازونه کیدل.

XS
SM
MD
LG