د لاس رسي وړ اتصالات

هند وايي د پاکستان خلاف د پوځي اقدام پلان نلري


د هند د دفاع وزير وايي هیواد یې د پاکستان په خلاف د نظامي اقدام پلان نلري. خو ویلي یې دي چې که پاکستان غواړي له هند سره خپلې اړیکې ښې وساتي نو پکار ده چې په خپله خاوره کې د تروریستانو پر ضد اقدامات وکړي.

د ددفاع وزیر A.K. Antony وویل دده هېواد ددې لپاره ځان نه چمتو کوی چې دپاکستان خلاف نظامی اقدامات وکړی چې پرمومبئی باندی تېرې مېاشتی دترورېستی حملو بدل واخلی.

له انټوني نن د سه شنبی په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د پاکستان خلاف د نظامی اقداماتو لپاره د چمتو والي په باب پوښتنې وشوې .

هند او پاکستان په تیرو شپیتو کلونو کې درې جگړې کړي دي.د دفاع وزیر انټوني وايي: موږ د هیڅ ډول نظامي اقدام پلان نلرو

انټونی له دې نه هم انکار وکړ چې دوی دانېت لری چې هغه پنځه کلن اوربند پاېته ورسوی چې د کشمېر په جنجالی سېمه کې نافذ شوی و. هغو ټوپک والاو چې پر مومبئی باندی حملی وکړی هغه د پاکستان د لشکر طېبه سره تړل شویدی. همدغه گوند د هند خلاف په هندی کشمېر کې له تشدد او مرگ ژوبلی نه ډکه مبارزه کوله.

A.K. Antony د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د ممبۍ د حملو د مسئولینو په خلاف اقدامات وکړي او په خپله خاوره کې تروریستي فعالیتونه له منځه یوسي.

"تر هغو چې پاکستان خلوص نیت ونه ښيي، هغه څه چې دوی وايي، باید په عمل کې پیاده شي.

A.K. Antony دغه خبرې له پاکستان سره د خپل ملک د هغې جگړې د ٣٧مې کلیزې د لمانځې په مراسمو کې کولې چې پاکستان ته یې ماتې ورکړه او په نتیجه کې د بنگلدیش هیواد رامنځته شو.

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلاني د دوشنیی په ورځ ووېل د ملک پارلمان ته وویل چې د ملک وسله واله قوه د تیارسئ په حال کې ده.

هغه وویل چې دده هېواد جگړه نه غواړی خو که چېرې له تېي او تجاوزسره مخامخ شی نو له خپل هېواد نه به دفاع وکړي.

د ممبئ له حملو وروسته د متحده ایالاتو په شمول یو شمیر هیوادونو د دواړو ملکونو تر منځ د جنجال د ختمولو او د ممکنه جگړې د مخنیوي لپاره خپل استازي گمارلي دي.

پر ممبئ باندې د تیرې میاشتې په حملو کې له ١٧٠ نه زېات کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG