د لاس رسي وړ اتصالات

پر بش د بوټونو گوزار کوونکی د پولیسو په توقیف کې 'زخمي شوی'


د هغه عراقې خبرېال ورور دُرغم الزېدی چې دامرېکا پر جمهوررئېس جورج بش ېې د بوټونو گوزاروکړ، واېې چې دغه خبرېال دعراق امنېتی قواو وروسته له هغه نه چې هغوی توقېف کړ وهلی او زخمی کړېدی.

دُرغم الزېدی چې د منتظر الزېدی ورور دی واېې چې دهغه پوښتی ماتی کړی شوېدی او نور هم زخمی دی. ددوشنبی په ورځ په زرگونو عراقېانو مظاهره وکړه او دالبغدادېه د تلوېزېون د خبرېال منتظر الزېدی د خوشی کولو غوښتنه ېې وکړه.

دُرغم الزېدی امرېکا غږ ته ووېل چې دده ورور منتظر الزېدی له ېوه سېاسی گوند سره هم تړاو نلری . دغه پېښه د هغه لېک څرگندونه کوی چې ټولو عراقی مېندو ښاغلی بش او اشغالگرو قواو ته لېږلی دی.

داسوشېتېد پرېس خبری اژانس د دُر غم الزېدی له قوله لېکی چې دده ورور له دېنه کرکه کوی چې داورته ووېل سی چې دده هېواد داېران داخلاقی اشغال لاندی دی او دامرېکا د سېکې بل اړخ دی. مظاهره چېانو د بغددا د صدر په ښار او نجف په ښار کې مارش وکړ.

ډېرومظاهره چېانو د الزېدی د عمل په وېاړ خپل بوټونه په هواکې خوزول. دالبغدادېه تلوېزېون ددغه خبرېال د خوشی کولو لپاره غږ کړېدی. دغه تلوېزېونی شبکه واېې چې که هغه له توقېف نه خوشی شی نو دابه د بېان دازادی سره سم برابر عمل وی ځکه چې امرېکا له ټولو عراقېانو سره د بېا د دازادی د لرلو وعده کړېده.

دعراق چارواکېو دغه عمل محکوم کړېدی او د البغدادېه له تلوېزېون نه ېې غوښتلی دی چې بښنه وغواړی. رپوټ واېې چې الزېدی پر ښاغلی بش باندی په خبری کنفرانس کې په داسی حال کې د بوټونو گوزارو نه وکړل چې دعراق صدر اعظم نوری المالکی ېې خواسره ولاړ و. ښاغلی بش په گوزارونو ونه لگېده.

رپوټ واېې چې امنېتی مامورانو زېدی بلی کوټی ته کش کړ او د عراق نورو خبرېالانو ددې پېښی له امله معذرت وغوښت. ښاغلی بش داعمل بابېزه وگاڼه او وې وېل چې ده د خطر احساس ندی کړی.

XS
SM
MD
LG