د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی وايي ۴ چارواکي یې له دندو لرې کړي


جمهور رئیس حامد کرزی وايي دغه لوړ پوړي چارواکي په اداري فساد ککړ وو، له دندو یې ګوښه کړي او قضايي ادارو ته یې سپارلي دي.

جمهور رئیس حامد کرزي چې نن یې له اداری فساد سره د مبارزی د ورځې د لمانځلو په غونډه کې خبری کولې وویل دا یو تریخ حقیقت دی چې ځینې دولتي اداری او بهرنیان په اداری فساد اخته دي.

هغه وویل د حکومت هغه مامورین چې لږ معاشونه ترلاسه کوي او په اداری فساد اخته دي ددی ترڅنګ چې تعقیبوي یې ولې لومړيتوب د هغو چارواکو په اړه ده چې لوړ معاشونه ترلاسه کوي او په اداري فساد ککړ دي.

جمهور رئیس زیاته کړه دوی باید افشا شي او د قانون منګولو ته دی وسپارل شي.

جمهور رئیس کرزي وویل په افغانستان کې اداري فساد دوه بعده لري لومړی یې کورنی او دوهم یې بهرنی

واسطه، د سیاسي کړیو سپارښتنې، لوږه او د معاشونو ټیټه کچه کورني عوامل دي ، جمهور رئیس وویل په بهرني عواملو کې د بهرنیو هیوادونو په قراردادونو کې شفافیت ندی موجود.

هغه دا ډول خپلسري پوځي عملیات هم د اداري فساد په تقویه کې یو عامل وباله وی ویل د نړیوالو ځواکونو له لوري په خپل سر عملیات حکومت کمزوری کوي او خلک پری بې باوره کیږي.

جمهور رئیس کرزي د اداري فساد په وړاندې د مبارزی د ستراتېژۍ د تطبیق د څارنې له عالي اداری وغوښتل ترڅو پوره او جدي ګامونه پورته کړي، جمهور رئیس کرزي زیاته کړه دی له دغې اداری بشپړ ملاتړ کوي.

پدغه غونډه کې د اداري فساد او بډو اخېستو په اړه جوړ شوی مستند فلم هم وړاندی شو، دا فلم چې ټولو چارواکو کوت پکې له ګڼو خلکو سره چې له اداری فساد متضرر وو مرکې شوی وی.

XS
SM
MD
LG