د لاس رسي وړ اتصالات

هند غواړی په خپل سرحد کی امنیت ټینگ کړی


د هند حکومت وایی چی د بنگله دیش د سرحد سره خپل امنیت ټینگوي چی د تیري ماشتی د مومباي په شان تروریستي حملې پر ونه سی .

د محلي مطبوعاتو رپوټونه وایی چی حکومتي استخباراتو دا افشا کړې چي تروریستان به شاید مخکي لا لویدیځ بنگال ته داخل شوي وی . مگر حکومتي چارواکو دا رپوټ نه دی تایید کړی .

د هند سرحدي محافظینو نن د جمعې په ورځ وویل چی دوی تیارسی شوی دی ځکه چی دا اندېښنه لری چی بنگله دیشي بېلتون غوښتونکي به شاید په لویدیځ بنگال او آسام باندی د حملو نیت کړی وی .

د هند د کورنیو چارو وزیر په دې هفته کی ویلي و چی دی به د بنگله دیش سره د سرحد په اوږدو کی د سرحدي کټارو د غځولو کار چټک کړی . ددې سرحد نه زیات قاچاق بران اوړی را اوړی .

هغه دا هم وویل چی هند د دیپلوماتیکي لارو نه د بنگله دیش د حکومت سره کار کوی چی د هند د مخالفو یاغیانو په مقابل کی اقدامات وکړی .

XS
SM
MD
LG