د لاس رسي وړ اتصالات

هند ته د سیلانیانو ورتگ کم شوی


هند ته د سیلانیانو ورتگ کم شوی دی. رپوټونه وايي چې پر ممبۍ باندې د تیرې میاشتې تروریستي حملې او نړیوال اقتصادي بحران ددې علت ښودل کیږي.

د ممبۍ په ښار کې د تاج محل او اوبرای پر مجللو هوټلونو باندې د تروریستي حملو درې اونۍ تیریږي. له هغه راهیسې بیخي ډیرو بهرنیو سیلانیانو هندي هوټلونو ته خپل ورتگ ځنډولی دی.

پر ممبۍ باندې د تیرې میاشتې په حملو کې لږ تر لږه ٢٦ بهرني سیلانیان ووژل شول او ډیر نور زخمي شول.

دغه حملې په داسې حال کې وشې چې د ژمي د موسم لپاره اکثره سیلانیان هند ته رارسیږي.

د هند د کرځندوی د ټولنې رئیس، ویجې ټاکور وايي، هند ته د سیلانیانو راتگ لږ تر لږه ١٥ څخه تر ٢٠ فیصدو کم شوی دی.

دی وايي، د گرځندوی په چارو کې دومره کمی لوی ستونزه ده. او د سیلانیانو شمیر ځکه کم شو چې، د امریکا، برتانیې، سینگاپور او استرالیا په څیر ځینې هیوادونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې هند ته خپل غیر ضروري سفرونه وځنډوي او دغه ملک ته د سفر په کولو کې احتیاط وکړي.

گوا او ځینې نور د سیل ځایونه چې ممبۍ ته نږډې پراته دي او یو وخت ډیر سیلانیان ورتلل، اوس یې گرځندوی تر ټولو زیاته صدمه لیدلې.

خو د گرځندوی د چارو مسئولین وايي، دا چې د ممبۍ حملې ورو ورو د خلکو له ذهنونو ووځي، نو د گرځندوی وضع به هم بیرته بهتره شي.

سنجې پڅریشا په ممبۍ او گوا کې د لیلا په نامه د هوټلونو د یوې ټولنې مرستیال دی.

"موږ ډیر داسې خلک لرو چې د دسمبر تر ٣١مې یې خپل سفرونه ځنډولي دي. خو له هغه وروسته کیدای شي وېره مخ په کمېدو ده. او ډی سیلانیان به د جنوري په لسمه او دولسمه خپل سفرونه وکړي".

دا حملې د هند د گرځندوی دپاره یوه بله سخته صدمه وه. له دې وړاندې نړیوال مالي بحران ددغې ادارې په مخکې لوی خنډ و ځکه چې په اروپا او امریکا کې د روانو اقتصادي مشکلاتو له کبله دغې ادارې نشو کولای چې ملک ته ډیر اروپايي او امریکايي سیلانیان را جلب کړي.

تیر کال هند ته د ور تلونکو سیلانیانو اندازه ١٢ فیصده شوه خو په روان کال کې دغه اندازه یوازې پنځه فیصده زیاته شوې ده.

خو هند وايي، د ممبۍ د حملو له آمله ددغه لږ زیاتوالي ساتل هم مشکل ښکاري.

تیر کال پنځه میلیونه بهرني سیلانیان هند ته تللي وو.

XS
SM
MD
LG