د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: زیاتیدونکي امریکايي عسکر به مات کړو


د افغانستان طالبانو ژمنه کړی چی افغانستان ته په راتلونکی کال کی امریکایی راروانی اضافی قواووی به د ماتی سره مخامخ کړی.

د امریکایی قواوو اعلی قوماندان ادمیرال مایک مولن د شنبی په ورځ وویل چی د ٢٠٠٩ م کال په نیمایی کی به تر دیرش زرو پوریاضافی قواووی افغانستان ته ورسیږی

د طالبانو یوه نطاق نن خبرداری ورکړ چی امریکایی قواووی به د شوروی د قواوو په څیر چی د یوی لسیزی لپاره یی افغانستان اشغال کړی و او په ١٩٩٨ کال کی د افغانستان نه ووتلی ،د ماتی سره مخامخ کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق د فرانسی خبری آژانس ته وویل چی د کابل حکومت د امریکا د اضافی قواوو هرکلی کوی.

هغه وویل چی دغه اضافی قواوو باید د پاکستان سره سرحد ته نژدی د افغانستان ختیځ او د هلمند ولایت ته واستول شی چی د یاغیانو مقابله وکړی.

په یوه بل خبر کی راغلی چی د امریکا پوځ وایی چی د ذابل په ولایت کی یی د شنبی په ورځ په جنگ کی پنځه تنه یاغیان وژلی او پنځه تنه نور یی ژوندی نیولی دی.

XS
SM
MD
LG