د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د امریکا پر نوي ستراتیژئ انتقاد کړی


جمهور رئیس کرزی په افغانستان کی دامریکا په نوو نظامی ستراتیژیو انتقاد کړیدی. ایران له دی امله چی امریکا افغانستان ته نور عسکر لیږیامریکا ته خبرداری ورکړیدی. دطآلبانو مشر د سعودی د باچا په واسط د سولی او مذاکراتو پلان وړاندی کړیدی.

د نړۍ مطبوعاتو په دې باب تبصرې خپرې کړي دي.

د یونایتید پریش انټرنیشنل اژانس وایی چی د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی په افغانستان کی دامریکا پرنظامی پلان او ستر اتیژیباندی چی نور عسکر هم هلته لیږیانتقاد کړیدی.

اژانس وایی چی ښاغلی کرزی په دی قانع دی چی دده په هیواد کی امنیت مخ په خرابیدو. هغه دامریکا له یوی ورځپاڼی شیکاگو ټریبیون سره په مرکی کی په دی خبره اعتراف وکړ چی دده حکومت اشتباهات کړیدی خو پرنړیوالو عسکرو یی هم دا پړه ور واچوله چی پښتنی قبیلیی له حکومت نه بیگانه کړیدی ځکه چی نا څاپی چپاونه پرغورزوی او له محآکمی نه پرته وژنی کوی. هغه وویل چی نړیوالی قواوی پرهغه څه تمر کزنه کوی یعنی په هغه ځای کی چی افراطیان د سیب ځای لری.

دهغه اشاره د افغانستان گاونډی هیواد پاکستان ته ده. ښاغلی کرزی وویل چی یوازی د نورو عسکرو لیږل دده په هیواد کی د جگړی په مقابل کی یو بشپړ ځواب ندی.

هغه زیاته کړه چی د کابل په شاوخو ا کی د نورو عسکرو تمرکز هم بده نظریه ده. اژانس وایی ښاغلی کرزی د خپل حکومت او نړیوالی ټولنی ترمنځ دیوه نوي تړون غوښتنه وکړه چی دهریوه مسوولیت او وجایب تعریف او څرگند کړی.ښاغلی کرزی وویل چی پکارده نړیوالی قواوی دافراطیانو پرخوندی ځایونو بندیله سرحد نه اخوا په پاکستان کیتمرکز وکړی.

ښاغلی کرزی وویل د څوکلونو راهیسی موږ داخبره کوو چی موږ د افراطیانو د سیب پرځایونو باندی تمرکز کولو ته ضرورت لرو خو زموږ خبره له نظره غورځول شویدی. هغه زیاته کړه چی دی له څو کلونو راهیسی داخبره کوی چی دترهگری خلاف جگړه په افغانستان کی نده.

د ترهگری خلاف جگړه د روزنی په کمپونو او دهغوی د سیب په ځایونو کی ده.ښاغلی کرزی شیکاگو ټریبون ورځپاڼی ته وویل چی دامریکا منتخب جمهوررئیس براک اوباما ډیر قابل سړی دی او ده د براک اوباما دا خبره بده نده گڼلی چی وایی کرزی کمزوری و.

ایران امریکا ته خبرداری ورکوی چی افغانستان ته نور عسکر ونه لیږی. نن د یکشنبی په ورځ ایران امریکا ته خبرداری ورکړ چی افغانستان ته نور دری زره عسکر ونه لیږی. امریکا همدااوس هم په افغانستان کی دیرش زره عسکر لری چی له طالبانو سره په جگړو کی بوخت دی.

د ایران خارجه وزیرمنوچهر متکی نن په تهران کی په یوه خبری کنفرانس کی وویل چی پکارده امریکا د خپلی نوی پالیسی دعواقبوپه برخه کی په افغانستان کی له احتیاط نه کار واخلی او هغه اشتباهات ونکړی چی په عراق کی یی وکړل.

دامریکا مطبوعاتو د شنبی په ورځ د دفاع وزیر رابرت گیټس له قوله ولیکل چی هغه امرکړیدی چی یوه هوایی لوا د ی افغانستان ته ولاړه شی. دا لوا په دی مجهزه ده چی هیلیکوپټری ترانسپورت کړی. د ری نوریجنگی لواگانی چی په جنگی هیلیکوپټرو مجهزی دی هغو ته هم امر شویدی چی هلته افغانستان ته ولاړی شی.

په دی پسی دری یا څلور نور ی جنگی لواگانی د پسرلی په اخرو شپو ورځو کی او یا اوړی په اولو شپوورځو کی افغانستان ته ولیږل شی. دا عسکر د افغانستان لپاره دناټو قوماندان ډیویډی مک کیرنن غوښتی وو. جنرال ډیویډ مک کیرنن لږ تر لږه د شلو زرو نورو عسکرو غوښتنه کړی وه.

د ایرت ټایمز (The earth Times)خپرونه د ایران د سرکاری اژانس ایرنا له قوله لیکی چی خارجه وزیر منوچهر متکی وویل چی دوی به په افغانستان کی د امریکا د نوو پالیسیو په باب په غور کتنه او څارنه وکړی. ایران غوښتنه کوی چی دامریکا او نورو غربی هیوادونو قواوی دی په چټکی سره له افغانستان او عراق نهووزیاو د کابل او بغداد ځایی حکومتونو ته دی قدرت ور وسپاری.

له بل پلوه دامریکا نوی میډیا خپرونه وایی چی په داسی حال کی چی منتخب جمهوررئیس براک اوباما وایی چی دی به له عراق نه دامریکا قواوی وباسی او افغانستان ته به نظآمی توجه وکړی دطالبانو مشر ملاعمر کوشش کوی چی په مذاکراتو باندی له دغه بحران نه ځان وباسی.

د طالبانو مشر ملاعمر په یوه خبر لیک کی خبرداری ورکړیدی چی په افغانستان کی به دامریکا یی قواو زیاتوالی د مرگ ژوبلی له زیاتیدو سره هلته مستقیمی اړیکی ولری. هغه لوړه وکړه چی د ناټو پر قواوبه مستقیمی حملی وکړی. خو دیوی د حل دیوی بلی لاری په توگه هغه داوو مادو یو پلان وړاندی کړیدی:

ملاعمر خپل پلا نه د سعودی دباچا له لاری خپور کړیدی. که څه هم دطالبانو نفوذ زیات شویدی خو دهغوی په غوښتنو کی نرموالی راغلی دی.

پخوابه طالبانو ویل چی دوی به ترهغه وخت پوری مذاکرات ونه منی څو پوری چی د ناټو ټولی قواوی له افغانستان څخه ونه وزی.

اوس وایی چی دوی به دخارجی قوا و د وتلو لپاره یومهال ویش ومنی. او دیو ی اسلامی قوی چی دسولی د ساتنی لپاره به راشی او ترهغه وخت پوری به وی چی افغانان یوه داسی حکومت جوړولو ته سره ورسیږی چی اتفاق یی پری راسی.

نیوامریکا میډیا وایی چی د سعودی پاچا دامریکا جمهوررئیس جورج بش اودافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی د طالبانو دمشر ملا عمر له پلان نه دنومبر په میاشت کی خبری کړیدی.

د طالبانو یوه مهمه غوښتنه داده چی له افغانستان نه یی دامریکا د قواو دوتلو لپاره یومهال ویش ټاکلی دی. رپوټ وایی چی دا غوښتنه د براک اوباما له پلان سره چی شل زره نور عسکر به افغانستان ته ورلیږی بالکل مخالفه ده.

د طالبانو بله غوښتنه داده چی دافغانستان له اوسنی رژیم سره به قدرت شریک کړی. خوهغوی ډیرداسی بدلونونه غوښتی دی چی د بن د کنفرانس پر هغو شرایطوبنا ول چی اوه کاله مخکی د افغانستان د مسلی لپاره جوړ شوی و. ملاعمر داغوښتنه هم کړیده چی طالبان دی دافغانستان په پوځ کی داخلی شی اوټولو ته عفوه اعلان شی.

پنځمه ماده داده چی دناټود قواوپرځای دی په افغانستان کی د اسلامی هیوادونو قواوی ځای په ځای شی.

XS
SM
MD
LG