د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي چې افغانستان ته نور دیرش زره عسکر ولیږي


امریکا غواړي چې د راتلونکې کال تر دوبي پورې افغانستان ته نور دیرش زره عسکر ولیږي. دا خبره د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مایک مولن په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

واشنگټن اعلان کړی چې دری زره عسکر به په راتلونکې میاشت کې افغانستان ته ولاړ شي او دوه زره اته سوه نور به په پسرلي کې ولیږي. خو تر دې وړاندې چارواکو ویلي وو چې په راتلونکي یو کال او یا اتلس میاشتې کې به د امریکا د نوي حکومت د منظوری نه وروسته شا اوخوا شل زره عسکر افغانستان ولیږي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک مولن په کابل کې په خبري کنفرانس کې وویل:

"د عسکرو په شمیر کې به ټول زیاتوالی د شلو او دیرشو زرو په منځ کې وي. زه دقیق شمیر نلرم او نه هم دقیقه نیټه ښودلی شم. زه له خپله ځانه د راتلونکو حالاتو وړاندوینه نه شم کولی. او په دې هم نه پوهیږم چې موږ به په کومو شرایطو کې دغه شمیر عسکر افغانستان ته ولیږیو."

جرنال مایک مولن وویل د عسکرو په شمیر کې زیاتوالی به هغه وخت اغیزمن وي چې پرمختیایي کارونو وشي.

"که د بیا رغاونې او د حکومت په چارو کې پرمختگ ونشي، که همدومره عسکر هم راشي، د هیڅ ډول بدلون هیله نه شي کیدلی. ددې معنی دا ده چې که هر څومره عسکر راشي او هر څومره وخت ونیسي، بیا هم د افغانستان د موضوع حل د بیا رغاونې په چارو کې پروت دی."

په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو ستر قومندان جنرال دیوید میکرنن د نورو ځواکونو غوښتنه په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د یاغیانو سره د جگړې لپاره غوښتي وو او په همدې ډول په کابل کې په خبري کنفرانس کې د امریکا د پوځ لوی درستیز د نورو ځواکونو د راتگ سره د جگړو د زیاتوالي په اړه وویل:

"جگړه به نوره هم توده شي، ځکه چې داسي ځایونه شته چې موږ باید هلته ولاړ خو تر اوسه د خلکو ژغورنې ته نه یو ورغلي. زموږ قومندانان په ختیځ او جنوب کې نور عسکر غواړي او په راتلونکې میاشت کې به نوي عسکر ختیځ ته ولاړ شي."

جنرال مولن د افغانستان سره د امریکا د تعهد په اړه وویل:

"موږ د جگړې په حقیقت پوهیږو او په خپلو ژمنو ټینگ ولاړ یو. دا جگړه یوازي د سخت دریځه طالبانو پرخلاف نه ده بلکې د افغانستان د راتلونکې او بقا جگړه ده. او په حقیقت کې دا جگړه د افغانستان د ولس لپاره ده."

امریکا دا وخت په افغانستان کې شا او خوا یو دیرش یا دو دیرش زره عسکر لري. او ددې هیواد نوي منتخب جمهور رئیس براک اوباما ، د افغانستان موضوع ته د جدي توجه ژمنه کړې.

XS
SM
MD
LG