د لاس رسي وړ اتصالات

ملا عمر د افغانستان له حکومت سره خبری رد کړیدي


د طالبانو مشر ملا محمد عمر دا خبره ردوی چې دده گوند دا نېت لری چې د افغانستان له حکومت سره خبری وکړی.

ملا عمر نن د سه شنبی په ورځ ووېل چې طالبانو په دغه موضوع باندی دافغانستان له حکومت سره نه په سعودی عربستان، نه په عربی متحده اماراتو کې او نه په کوم بل ځای کې جرگه کړېده.

رپوټ واېې داسی گومان کېږی چې د طالبانو مشر په غربی پاکستان کې چېرته پټ اوسېږی.

د امرېکا حکومت دهغه په سر باندی لس ملېونه ډالره انعام اېښی دی او ددې خبری اشاره ېې ورکړېده چې د افغانستان د حکومت او ملا عمر ترمنځ د خبرو سره مخالفت لری.

د افغان جمهور رئېس حامد کرزی نن د سه شنبی په ورځ خوست ته تللی دی چې دهغو کسانو په جنازه کې برخه واخلی چې تېره اونی د امرېکا په چپاو کې ووژل شول. خو د امرېکا حکومت واېې چې دغه قربانېان له القاعده سره تړلی وو خو دافغانستان حکومت واېې چې هغوی ملکېان ول.

ددوشنبی په ورځ ښاغلی کرزی د امرېکا له جگپوړه چارواکي د سمندری قواو ستر جنرال ماېک ملېن نه غوښتنه وکړه چې ددغې پېښی بشپړ تحقېقات وکړی.

د افغانستان د جمهوری رېاست دفتر ووېل چې ښاغلی کرزي دامرېکا د لوېودرستېزانو له مشر ستر جنرال ماېک ملېن نه غوښتنه وکړه چې د دامرېکا د نورو اضافې دېرش زرو قواو د فعالېتونو په برخه کې دې له افغان حکومت سره سلا مشوره وشی.

رپوټ واېې توقع ده چې دا قواوې په راتلونکی کال کې دغه هېواد ته ورسېږی. د اضافې عسکرو د لېږلو مقصد دادی چې ېاغې طالبان کنترول کړی.

د امرېکا قواوې له ېاغې طالبانو سره د ٢٠٠١ مېلادی کال راهېسی په جگړه بوختی دی.

د امرېکا په مشرۍ اېتلاف ووېل نن د سه شنبی په ورځ دا ېتلاف قواو شپږ مشکوک افراطېان ووژل او دری تنه نور ېې توقېف کړل. د اپېښه د کابل نه شپېته کېلومتره لېری ختېځی خواته وشوه.

XS
SM
MD
LG