د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠٠٨ د څو لسیزو راهیسې خراب اقتصادي کال


داسې ښکاري چې ٢٠٠٨ کال به په اقتصادي لحاظ په تیرو څو لسیزو کې تر ټولو خراب کال وگڼل شي.

یوه کوچنۍ اقتصادي ستونزه په امریکا کې را پیل شوه او وروسته ټولې نړۍ ته وغځېده، په نړیواله کچه یې بانکي اعتبارونه زیامن کړل او یو نړیوال اقتصادي بحران یې رامنځته کړ.

د امریکا غږ مایکل بومن په خپل رپوټ کې وايي چې د ملکونو مرکزي بانکونه په دې کې پاتې راغلي چې د مالي مرستې له لارې مالي ادارې پر پښو ودروي او د نړیوال اقتصادي رکود مخه ونیسي.

٢٠٠٨ کال په داسې حال کې پیل شو چې نښو نښانو وښودله چې د امریکا اقتصاد مخ په کمزورئ روان دی. خو د داسې اقتصادي بحران هیڅ پیش بیني نه کېدله چې بانکي اعتبارونه به په دې اندازه زیانمن کړي.

د فبروري په میاشت کې، اقتصاد پوهانو وویل چې د ملک اقتصاد مخ په ځوړه روان دی او د امریکا کانگرس له دې ویرې، داسې یو قانون منظور کړ چې مالیه ورکوونکو ته باید د هغوی یوه اندازه پیسې بیرته ورکړل شي.

خو د مارچ په میاشت کې د امریکا په تر ټولو لویو بانکونو د بیمې په شرکتونو او نورو مالي ادارو کې د اقتصادي ستونزو موجودیت ښکاره شو.

په همدې میاشت کې دا خبره واضح شوه چې هغه مالي ادارې چې په امریکا کې خلکو ته د کورونو د اخیستلو لپاره پیسې په پور ورکوي د کورونو د قیمتونو د رالوېدو له آمله له سخت مشکل سره مخامخ شوي دي او علت یې دا وو چې ډیرو خلکو چې پورنه یې اخیستي وو بیرته یې د ادا کولو توان نه درلود.

دلته په واشنگټن کې د بروکینگ په تحقیقاتي اداره کې د اقتصادي چارو ماهر جیفري کلینگ دغه حالت د یوه روغتون په عاجله څانگه کې د یوه مریض له حالت سره مقایسه کړ.

جیفري کلینگ وايي، په اکتوبر کې هغه وخت د زړه د حملې په څیر تکلیف رامنځته شو چې هغه پیسې چې په اقتصادي سیستم کې په دوران کې وې، کنگل شوې.

دا هغه وخت وو چې بانکونه یو بل ته د پور ورکولو ته په اندېښنه کې وو او د پور ورکولو یو دم په عاجل ډول امکان نه درلود. همدغه د پیسو کنگل کېدل ډیر ژر د امریکا له سرحدونه واوښته او د اروپا او آسیا اقتصاد یې هم اغېزمن کړ.

د ملکونو مرکزي بانکونو عاجل اقدامات پیل کړل چې مالي ادارو ته پیسې انتقاد کړي او د مالي ادارو د ناکامېدو مخه ونیسي.

د جرمني صدر اعظمه انگیلا مرکل یو د هغو مشرانو له جملې څخه وه چې په دې باب یې سخته اندېښنه وښودله.

دا وايي، د بانکي اعتبارونو وضعیت هیڅ د اطمینان وړ نه دی. حکومتونو مداخله کړې ده، خو لا تر زیاتو نورو اقداماتو ته ضرورت دی او بانکونه باید خلکو ته بانکي اعتبارونه ورکړي.

د امریکا پارلمان په اکتوبر کې د مالي ادارو سره د مرستې لپاره ٧٠٠ میلیارد ډالره بودیجه منظوره کړه.

د امریکا د مالیې وزیر هینري پالسن چې ددغه بودیجې د لگېدلو نظارت پر غاړه لري، روان حالت ته په جدي سترگه گوري:

"موږ له هم تر سخت اقتصادي بحران کاندې کار کوو. په داسې حال کې چې یو څه پرمختگ شوی، خو مخ په وړاندې لاره به له دې هم سخته وي".

اقتصادي ماهرین په دې عقیده دي چې کمزورې اقتصادي توسعه او ورځ په ورځ زیاتېدونکې بې کاري کیدای شي په نړۍ کې لا ډیر خلک اغېزمن کړي.

XS
SM
MD
LG