د لاس رسي وړ اتصالات

په لاهور کې ېوه ښځه په موټر بم کې وژل شوېده


د پاکستان په لاهور ښار کې په یوه بمي چودنه کې یوه ښځه مړه او څلور تنه نور ټپي شوي دي.

پولیس وایې د پاکستان په لاهور ښار کې په یوه داسې کوڅه کې چیرته چې اکثره حکومتي چارواکي اوسیږي، نن چهارشنبې د موټر بم په یوه چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه دا هم نده معلومه چې دا چاودنه د ممبئ د تیرې میاشتو د بریدونو سره کوم تړاو لری که نه.

یو جگپوړي پولیس وویل چې چاودیدونکي مواد د مزنگ چونگي په سیمه کې په یو کوچني ټرک موټر کې ځای پرځای شوي وو.

چارواکي وایې د پیښې قربانیان یوه مسیحي کورنۍ وه چې د کرسمس یو پروگرام ته د تلو په حال کې وو.

یو چارواکي وویل دا موټر ځکه دغه مهم ځای ته ننوتی وو چې حکومتي نمبر پلیټ یې درلود.

XS
SM
MD
LG