د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو ېو عسکر د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی دی


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونه وایې چې د هیواد په ختیځ کې یې یو عسکر د برید پرمهال وژل شوی.

ناټو د وژل شوي عسکر د هویت او دا چې څه ډول نن چهارشنبې ووژل شو څه ندي ویلي.

په افغانستان کې شا و خوا اویا زره نړیوال قوتونه پوځي حضور لري چې د طالب جنگیالیو سره په جگړه بوخت دي. او امریکا غواړی چې دیرش زره نور اضافي عسکر هم د حالاتو د قابو کولو په هدف په راتلوونکي کال کې افغانستان ته واستوي.

په عراق کې د تجربې وروسته امریکایي قوماندانان او افغان مشران غواړي چې ولسي خلک په وسلو سمبال کړي چې د طالب جنگیالیو په وړاندې په جگړه کې مرسته وکړي.

خو ددی هیلو سره سره داسی ویره هم شته چې کیدې شي پدی کار سره په هیواد کې وضعیت لاپسی خونړی شي.

ټاکل شوی پدی پروسه کې به لمړنی دفاعي ځواک په وردک ولایت کې د نوي کال په لومړیو کې کار پیل کړي.

بل پلو، د افغانستان د ملي اردو کماندو ځواک د ائتلافي قواو په مرسته د وسله والو جنگیالیو قومندان ملا داوود نیولې چې د اکتوبر په میاشت کې د بغلان د بورې فابریکې په چاودنه کې یې لاس درلود.

پدی چاودنه کې د پارلمان د وکیلانو په گډون په لسگونه د ښوونځي زده کوونکي وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG