د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا اقتصاد له رکود او نقص سره مخامخ دی


د نړی د ونډو په سترو شاخصو نو کې بېه مخ په ښکته روانه ده ځکه چی پانگه لگوونکی دېته ځانونه چمتو کوی چې د نړی د ستر اقتصاد په برخه کی بدخبرونه واوری.

ټاکل شوېده چې امرېکا نن د چارشنبی په ورځ د مستهلکېنو د لگښتونو او تېلو د لگښت په باب رپوټونه خپاره کړی.

په رپوټ کې به داسی شېان لکه څومره خلکو د بې روزگاری دفتر ته دمرستی دروخواستونه ورکړېدی، د بېمی حالات او دهغو محصولاتو په باب فرماېشونه چې څومره دی چې د ډېرو کلونو لپاره استعمالېدلی شی.

ډېر پانگوال او پانگه اچوونکی په دې عقېده دی چې د امرېکا اقتصاد کمزوری شوېدی او ددې هېواد اقتصاد له رکود او نقص سره مخامخ دی.

د تېلو قېمت د اېنده تسلېمولو په اعتبار او داېنده خرڅلاو په اعتبار په نېوېارک کې ېوبېرل ٣٧ ډالرو ته رالوېدلی دی.

د جاپان دنېکی ونډې نن دوه فېصده راښکته شوی وې.

د ټوېوټا ونډې څلور فېصده راښکته شوی وی. په هانگ کانگ، سېول، شانگهای او مومبئی کې د ونډو په مهمو بازارونو کې ډېر زېان اوتاوان شوی و. همدغه اغېزې د لند او پارېس په بازارونو هم شوېدی.

XS
SM
MD
LG