د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی د یوې ودانۍ په نړیدو کی ٦ تنه وژل شوي دي


پاکستاني پولیس وایی چی د ملک په جنوب کی د سکر په ښار کی یوه ودانۍ نړیدلې لږترلږه شپږ کسه په کی مړه شوي او ١٦ تنه زخمي شوي دي.

پولیسو ویلي دي چی داسی ښکاري چی دا ودانۍ له دې کبله نړیدلې چی د جوړیدو په وخت یې سم مواد نه و کار شوی، که څه هم چی هغه نوې او فقط شپږ میاشتي مخکی جوړه شوې وه.

بل پلو، د کشمیر په انتخاباتو کی شخړي پېښي شوي ديپه هندي کشمیر کی ایالتي انتخابات ختم شوي دي، مگر د رای گیري په وخت مظاهرې شوي او بیلتون غوښتونکو د دې انتخاباتو سره مقاطعه کړې وه.

حکومتي عسکرو په سرینگر کی په مظاهره چیانو باندی اوښکي بهونکی گاز استعمال کړ او هغوی یې په پولیسي ډنډو ووهل چی د رایگیري د سټېشنونو خواته ورنه سی.

چاروکی وایی چی په دې نښتو کی چی پرون د چهارشنبې په ورځ وشوې لږ تر لږه شل کسه زخمي سول.

په جمو کی چی هندوان په کی اکثریت دی تقریبا ٦٥ فیصده خلکو رایي ورکړې او په سرینگر کی چی اکثریت یې مسلمانان دي شل فیصده خلک راي گیرۍ ته حاضر شوي وو په داسی حال کی چی په ٢٠٠٢ کال کی یواځي پنځه فیصده خلکو په انتخاباتو کی برخه اخیستې وه.

د کشمیر په نورو سیمو کی هم د راي ورکونکو خلکو شمیر زیات و.

ویل کیږی ددې انتخاباتو لومړنۍ نتیجې به په دې راتلونکې یکشنبې اعلان سی.

XS
SM
MD
LG