د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما حکومت او د امریکا او روسیې ترمینځ اړیکې


د امریکا او روسیې ترمینځ په خیتځ اروپا کې د توغندیو دفاعي سیسټم په جوړه ولو، ختیځې اروپا ته د ناټو ټلوالې غزه ولو او په گرجستان باندې د روسیې د برید له کبله اړېکې خړې پړې دي.

وروسته له هغه چې اوباما درې اونۍ وروسته د جمهور رئیس په حیث کار پیل کړي، هغه به له روسیې سره په اړېکو کې له دغو ستونزو سره مخامخ شي.

په هغه ورځ چې اوباما د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات وگټل او د نړۍ په گوټ گوټ کې خلکو ورباندې خوښې څرگنده وله، د روسیې جمهور رئیس دیمتري میدویدیف له نړۍ سره همغږی نه و.

په یوه مهمه وینا کې میدویدیف، نه یواځي د اوباما په بریا خوښي څرگنده نه کړه، بلکه په مرکزي اروپا کې یې د هغو توغندیو په ځواب کې، چې امریکا یې د نسب کولو پلان لري، د پولنډ او لیتوینیا سرحد ته څېرمه په کالینگراډ کې د لنډ واټڼ توغندیو نسب کولو اخطار هم ورکړ.

واشنگټن ټینگار کوي چې دا سیسټم د ایران، نه د روسیې خلاف جوړیږي.

روسیې جنوبي امریکا ته هم سمندري بېړۍ لیږلې دي، په هغو کې له وینزویلا سره گډ شمندري تمرینونه، کیوبا ته سفر او د پاناما له سمندري کنال څخه د بېړیو تېرېدل شامل دي.

ددغه پوځي زور د څرگنده ونو سربېره میدویدیف ویلي چې هغه له نوي امریکايي سیال سره لیدل غواړي.

میدویدیف: "زما په فکر له اوباما سره چې څومره ژر ممکن وي زه باید ووینم. په دې هلکه زه او اوباما دواړه یو نظر لرو چې دا لیدنه باید ژر او بې د کومه مخکني شرط تر سره شي."

اوباما په داسې حال کې قدرت په لاس کې اخلي چې امریکا په دوو جگړو کې ښکېله ده او د ١٩٣٠ لسیزې راهیسې د ترټولو بد اقتصادي کړکېچ سره مخامخ ده. نو له دې کبله یو ازاد روسی سیاسي څېړونکی الیکزانډر کوناوالوف فکر کوي چې روسیه به د امریکا لپاره لومړيتوب و نه لري.

کوناوالوف: "زما په فکر د اوباما لومیړتوبونه به په دې ډول وي: اقتصاد، اقتصاد او بیا اقتصاد. عراق، عراق او بیا عراق، افغانستان، افغانستان او بیا افغانستان. له هغه وروسته کېدای شي له دوی سره له دومره وخت وي چې د روسیې په هکله فکر وکړي."

د دسمبر میاشتې په لومړیو کې د زروي وسلو د نه خپرېدو او د ترهگرۍ خلاف مبارزې په یاده ولو اوباما وویل چې د امریکا حکومت به له مسکو سره په هر هغه لاره کې همکاري وکړي چېري چې یې امکان وي. خو اوباما په ډاگه وویل چې روسیه حتماً باید د گرجستان او نورو گاونډیانو ترټلو ته د پای ټکی کېږدي.

د روسیې مشران په داسې حال کې چې امریکا په نړۍ کې یواځینی زبرځواک پاتې دی، په نړۍ کې د نوي نظام پیل غواړي.

خو بیا هم د پخواني شوروي اتحاد جمهور رئیس میخایل گورباچوف وايي نړیوال اقتصادي کړکیچ دا څرگنده وي چې نړۍ اوس هم امریکا ته اړتیا لري.

گورباچوف: "امریکا ته اړتیا شته، یوه داسې امریکا چې مضبوطه، ډموکراټه وي او یواځي د امریکایانو لپاره نه بلکه د ټولې نړۍ لپاره وي. مونږ دا وینو چې کوم شی د امریکا لپاره ښه نه وي هغه د ټولې نړۍ لپاره ښه نه وي."

منتخب جمهور رئیس اوباما د روسیې لپاره د خپلې پالیسۍ تفصیلات تراوسه نه دي ورکړي. ځکه چې هغه وايي جورج بوش تر اوسه لا د امریکا جمهور رئیس دی. که څه هم کریملن د اوباما د تاریخې بریا په خوښیو کې له نړیوالو سره گډون و نه کړ، دوی دا هیله لري چې د هغو لومړیو مشرانو په جملې کې به وي چې له اوباما سره به د هغه د کار پیله ولو سم دستي وروسته وگوري.

XS
SM
MD
LG