د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې په تړانگه کی تر اوسه پوری دوه سوه اتیا کسان وژل شوي دي


اسرائیل د غزې په تړانگه باندې خونړۍ بمباري کړی او د پرونیو او نن سهار په بریدونو کې تر اوسه پورې دوه سوه اتیا کسان وژل شوي او سلگونه ټپیان شوي دي.

که څه هم د امنیت شورا د هر ډول بریدونو د بندولو غږ کړی خو اسرائیل گواښ کړی چې د حماس پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړې.

د اسرائیل جنگي الوتکو د حماس تر ولکې لاندې د غزې په تړانگه باندې د شنبې په ورځ او د یکشنبې په سهار باندې د امنیتي ارگانونو په دفترونو باندې سل ټنه بمونه واچول.

په دې بریدونو کې تر اوسه د دوه سوه اویا تنو وژل کیدل تائید شوي دي چې په څو لسیزو کې د فلسطین تر ټولو خونړی پیښه گڼل کیږي.

فلسطینیان وایي چې نن د یکشنبې په ورځ سهار وختي هم اسرائیلي جنگي الوتکو شا اوخوا شل ځایونه په نښه کړل. یو برید په یو جومات وشو او یو بل برید د حماس د الاقصی نومي تلویزیوني شبکې په ودانی شو.

که څه هم دغه ودانی په بشپړه توگه له منځه تللي خو د تلویزیون خپرونې د یو گرځنده مرکز نه اوس هم په مخ بیول کیږي. خو اسرائیل د شنبې نه وروسته د یکشنبې په سهار هم بریدونه وکړل او صدر اعظم ایهود اولمرت وویل چې په حماس باندې یې د بریدونو هدف په امنیتي وضعیت کې د یو اساسي بدلون راوستل دي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د سولې شپږ میاشتنی تړون اته ورځ وړاندې پای ته ورسید. اسرائیل وایي په همدې اتو ورځو کې حماس د دوی په لور دری سوه راکتونه ویشتلي وو.

په فلسطینیانو باندې د اسرائیل دا بې ساري برید په ټوله عربي نړی کې په کلکه غندل شوی دی. په همدې ډول لویدیځو هیوادونو هم د اسرائیل نه د زغم نه د کار اخیستو غوښتنه کړې. خو امریکا د روانې جگړې پړه په حماس اچوي.

د سپینې ماڼی ویاند گورډن جونډرو وویل: "حماس باید اسرئیل په راکټونو ونه ویلي. امریکا د اوربند په ماتولو حماس ملامتوي. اوربند باید سمدستي ټینگ شي. امریکا د غزې په تړانگه کې په بشري وضعیت هم ډیره اندیښنه لري او هیله کوي چې ټولې خواوي د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره کار وکړې."

نن د یکشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په نیو یارک کې یوه اضطراري غونډه وکړه او په غزه کې یې د جگړې د بندیدو غوښتنه وکړه.

د امریکا استازي زلمي خلیلزاد د اسرائیل د بریدونو د بندیدو لپاره د حماس د راکټي بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه او د اسرائیل بریدونو یې د اسرائیل دفاع وبلله.

زلمي خلیلزاد د تلپاتي سولې د طرحې په اړه: "موږ د جگړه د ختمیدو غوښتنه کوو. موږ د غزې د ولس د اقتصادي ستونزو د ختمیدو هیله کوو. خو باید ووایم چې د ستونزې اوږدمهاله حل د دوو هیوادونو په جوړولو کې پروت دی. دوه هیوادونه به په سوله کې ژوند وکړې."

بلخوا، په ملگرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور اسرائیل گرم وباله:

"فکر کوم د امنیت شورا په ډیر واضح توگه د اوربند غوښتنه وکړه. د فلسطین ولس ته د اقتصادي او بشري مرستو د رسولو لپاره د لارو د خلاصولو غوښتنه کوي. دا واضحه ده چې اوربند غوښتنه د هغه لور نه کیږي چې د فلسطین په ولس باندې یې برید کړی دی."

په ملگرو ملتونو کې د اسرائیل سفیرې جبرایله شالیف د اسرائیل بریدونو له خپل ځان نه دفاع گڼی.

شالیو: "تیرې څو ورځې ډیرې خرابې وي، او نور مو نشوای زغملی. موږ د پوځي عملیاتو پرته بله چارنه نه لرله.اسرائیل یوازي د ځان د دفاع د حق په اساس چلن کوي."

د ځینو رپوټونو په اساس اسرائیلي ځواکونو په غزه باندې د ځمکني برید لپاره هم چمتووالی نیولی دی خو په غزه کې د حماس د حکومت مشر اسماعیل هنیه هوډ ښودلی چې هیکله به له خپل دریځ نه وانه وړي.

XS
SM
MD
LG