د پاکستان د نظامی قواو قوماندان جنرال اشفاق پروېز کېانی واېې چې هند او پاکستان ته پکار دی چې خپل منځی تشنج کم کړی. دا تشنج پر مومبی باندی د ترهگری د حملو نه وروسته پېل شو.
جنرال کېانی وېلی دی چې پکار ده د سولی خبری بېرته پېل شی.
د پاکستان ېونظآمی خبر لېک واېې چې جنرال کېانی ېوه عالېرتبه چېناېې دېپلومات ته ووېل چې ددې ضرورت شته دی چې دا تشنج کم کړی شی او له شخړې نه ځان وساتی او ددی پرځای د سولی او امنېت په گټه کار وشی.
د چېن د خارجه وزارت مرستېال هي ېافی په دې لړ کې پاکستان ته تللی و چې د تشنج د کمولو لپاره کار وکړی.
توقع ده چې هي ېافی د هند له چارواکېو سره هم خبری اتری پېل کاندی.
رپوټ واېې پخواتردی جنرال کېانی د مومبئی د ترهگری د حملو په اړه خاموش و.
د جمعی په ورځ پاکستان په زرگونو عسکر د افغانستان له سرحد نه د هند د سرحد په لور وخوځول.
د پاکستان امنېتی چارواکی واېې چې دهند او پاکستان معتبرو نظآمی مشرانو په تېرو څوورځوکې په خپل منځ کې په نېغ په نېغه ټېلېفون باندی نه پلان شوی خبری کړېدی.
رپوټ واېې چې ددغو خبرو نور تفصېلات معلوم ندی.