د لاس رسي وړ اتصالات

د لیورپول د فوټبال ټیم کپتان ونیول شو


په انگلستان کې د لیورپول د نامتو فوټبال ټیم کپتان په یوې جگړې کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی. دغه جگړه د یوې شراب خانې دباندې شوې ده او لږ تر لږه یو تن پکې ژوبل شوی دی.

سټیون جیرارډ له پنځو نورو کسانو سره د دوشنبې په سهار د ساوت پورټ په سیمه کې ددغه شراب خانې مخې ته د جنجال له پیښېدې لږ وروسته ونیول شو.

پولیس وايي،د شراب خانې ٣۴ کلن دکاندار په مخ زخمي شوی او په روغتون کې بستري شوی دی.

دغه جنجال له هغه لږ وروسته پیښ شو چې د لیورپول ټیم د یکشنبې په ورځ په نیوکاسل کې پنځه د یو په مقابل کې لوبه وگټله.

٢٨ کلن جیرارډ په مسابقه کې دوه گوله ووهل او لیورپول توانېدلی دی چې د انگلستان د تر ټولو غوره ټیمونو تر منځ په روان ټورنمنټ کې د درې پواینټونو په گټلو له نورو نه مخکې شي.

XS
SM
MD
LG