د لاس رسي وړ اتصالات

پر غزې بمباري: د نړۍ عکس العمل


جرمنی پر حماس باندی پړه اچوی چې له اسراېېلو سره ېې د مرگ ژوبلی په زېاتولو کې زېاتوالی راوستی و.

د جرمنی صدر اعظمه، انگېلا مرکېل، نن ددوشنبی په ورځ، پر اسراېېلو هم غږ وکړ چې د غزې په تړانگه کې پرحماس باندی نظامی چپاو کې د ملکی خلکو د مرگ ژوبلی نه ډډه وکړی.

د ېکشنبی په ورځ د ملگرو ملتونو سرمنشی بان کېمون غږ وکړ چې په غزه کې ټول تشدد بندشی.

ښاغلی بان ووېل چې په مرگ ژوبله باندی تاسف کوی او په تلفاتو باندی خواشېنی دی. هغه پر اسراېېلو باندی غږ وکړ چې خپل سرحد له غزی سره د بشری مرستو درسولو لپاره خلاص کړی.

د ملگرو ملتونو د امنېت شوری هم د ېکشنبی په ورځ په عاجلو خبرو کې د تشدد د پاېته رسولو غوښتنه وکړه.

د امرېکا خارجه وزېرې کانډولېزا راېسووېل چې د بش اداره حماس د مرگ ژوبلی د بېا راژوندی کولو په برخه کې حماس مسوول بولی.

پاپ بېنېډېکټ،د ‍مذاکراتو لپاره غږ وکړ او وې وېل چې د منطق ځاې مقابلی اومرگ ژوبلی نېولی دی او د برېدونو او انتقام غمژنه نتېجه ده.

د فرانسی جمهور رئېس سرکوزېهغه څه محکوم کړل چې دی ېې پارونه بولی او اسراېېل ېې دېته اړ کړل چې په دغه سېمه کې د قوت نامناسب استعمال نه کار واخلی.

له بل پلوه په لندن، مادرېد او پارېس کې د اسراېېلو ضد په سوونو کسانو ددې لپاره مظاهره وکړه چې د اسراېېلو په نظآمی چپاو باندی اعتراض وکړی.

د روسېې خارجه وزېر سرگی لاوروفووېل چې پکارده اسراېېل په غزه کې خپل نظآمی عملېات سمدلاسه پاېته ورسوی او بشری مرستو ته اجازه ورکړی چې غزی ته ورسېږی.

سرگی لاوروف ووېل چې هغه دا خبری د اسراېېلو له خارجه وزېرې تېزېپ لېوېن سره په ټېلېفون باندی د ېکشنبی په وځ وکړی.

XS
SM
MD
LG