د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه وایې چې چین د افغانستان د حکومت سره د پنځه ملیونه چینایي ینو بلا عوضه مرسته کوي.
ټاکل شوی دا پیسی پر هغو پروژو چې دواړو هیوادونو پری هوکړه کړې په مصرف ورسیږي.
همدا شان د چین جمهوریت ژمنه کړی چې د افغانستان سره به د غنمو د اخستلو لپاره هم دیرش ملیونه ینو مرسته کوي.
دا موافقی نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنگین دادفر سپنتا او په کابل کې د چین د سفیر وینگ اولان ترمنځ لالیک شوی.