د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپاېې کومېسېون په غزه کې د مرگ ژوبلی بندول غواړی


اروپاېې کومېسېون غږ کړېدی چې په غزه کې دې سمد لاسه دښمنی بنده شی. غزه د اسراېېلو پراخو نظامی عملېاتو لړزولی ده. دغه کومېسېون د اروپاېې اتحاد اجراېوی څانگه ده او له بروکسل نه ېې نن د سه شنبی په ورځ داوېنا خپره کړېده.

تر دې څو ساعته وروسته به د اوروپاېې اتحآد خارجه وزېران په پارېس کې مجلس وکړی.

د اروپاېې کومېسېون په خبر لېک کې وېل شوېدی چې دغه نظامی عملېات پر ملکی خلکو باندی په غزه کې ژورې اغېزې لری. اروپاېې کومېسېون پر حماس هم غږ کوی چې پراسراېېلو باندی د راکټ گوزارونه بند کاندی.

په همدی ترڅ کې به د اروپاېې اتحآد خار جه وزېران نن د سه شنبی په ورځ په پارېس کې ددې لپاره ملاقات کوی چې داسراېېلو اود فلسطېن افراطې ډلې حماس ترمنځ شخړې باندی بحث وکړی.

هغه خبر لېک چې د فرانسی خارجه وزارت خپره کړه په هغه کې وېل شوېدی چې مجلس به د هغو لارو چارو په برخه کې وی چې له ملگرو ملتونوسره څنگه مرسته وشی چې دغه ستونزه حل کاندی.

د ملگرو ملتونو سر منشی بان کېمون ددوشنبی په ورځ له اسراېېلو او حماس نه وغوښتل چې له مرگ ژوبلی نه سمدلاسه لاس واخلی. هغه د نړېوالو په ځواب هم اعتراض وکړ او وې وېل چې پکار ده دنړۍ مشران ډېر څه وکړی چې ددغې شخړې لپاره د حل ېوه دوامداره لاره را وباسی.

د روسېې خارجه وزېر سرگې لاوروف ددوشنبی په ورځ پر حماس باندی انتقاد وکړ چې له دېنه انکار کوی چې دمحمود عباس د فتح له گوند سره د ېووالی په برخه کې خبری وکړی.

هغه ووېل چې پکارده حماس د محمود عباس مشرتوب د فلسطېن دخلکو په برخه کې په رسمېت وپېژنی.

تردې مخکی د جرمنی صدر اعظمی انگېلا مرکېل پر حماس پړه اچولی وه چې پر اسراېېلو باندی دې د راکټونو ډزې نه کوی. هغی دا هم وېلی وو چې اسراېېل له ځان نه ددفاع حق لری.

د برتانیی خارجه وزېر دېوېد ملېبند وېلی وو چې په غزه کې مرگ ژوبله ځکه پېل شوه چې هلته سېاسی بهېر دومره سوکه روان و چې په نتېجه کې ېې څه خاصه نتېجه نه اسراېېلو ته ورکړه اونه فلسېطېنانو ته.

په غزه کې د اسراېېلو د حملو له امله په ټول منځنی ختېځ کې مظاهری پېل شوېدی.

په ېمن کې ېو شمېر خلک د مصر کونسلگری ته نن د اعتراض په ډول ور ننوتل ځکه چې مصر له اسراېېلو سره نېژدی اړېکی لری.

مظاهره چېانو د مصر کونسلگری کې هرڅه گډو ډ کړل او دمصر بېرغ ته ېې اور ورواچاوه. ترهغې وروسته امنېتی قواو هغوی وتلو ته اړکړل.

XS
SM
MD
LG