د لاس رسي وړ اتصالات

شېخ حسېنه: د عوامی لېگ گوند، د ټولو سېاسی گوندونو همکارئ ته اړتېا لری


د بنگله دېش پخوانئ صدر اعظمه، شېخ حسېنه واېې چه په پارلمانی انتخاباتو کی د عوامی لېگ گوند د ډېری غټی کامېابئ نه وروسته، چه په اوو کالو کی د لومړي ځل لپاره شول، د ټولو سېاسی گوندونو همکارئ ته اړتېا لری.

مېرمن حسېنې په پارلمانی انتخاباتو کی دخپلې کامېابئ نه وروسته نن په خپل لومړی مطبوعاتی کانفرانس کی ووېل د مخالف گوند مشره مېرمن خالده ضېا باېد ددی انتخاباتو نتېجی ومنی ځکه چه دا انتخابات دهغې په قول په ازاده او منصفانه توگه شوی دی.

مېرمن حسېنې خپلو سېاسی مخالفانو ته دهمکارئ په بدل کی په حکومت کی د لوړو مقامونو دورکولو وړاندېز هم وکړ. خو مېرمن خالدې ضېا د انتخاباتو نتېجه رد کړی ده او واېې چه دا انتخابات په اصطلاح په ساخته گی او جعلی ډول سر ته رسېدلی دی.

هغې نن اعلان وکړ چه نه د بنگله دېش ملی گوند او نه عام خلک ددی د انتخاباتو نتېجه منی.

خالده ضېا واېې چه په انتخاباتو کی به دټگئ برگئ په باب ټول شواهد په راتلونکو څو ورځو کی خلکو ته وښېې او ثابته به کړی چه دراېو په شمار کی ټگی شوی وه.

د بنگله دېش د انتخاباتو کمېسون اعلان وکړ چه د شیخ حسېنی عوامی لېگ گوند او طرفدارانو ېې په پارلمانی انتخاباتو کی په درېو کی دوه برخی راېې وگټلی او نړېوالو څارنو هم دا انتخابات په اصطلاح د اعتبار وړ بللی دی.

د انتخاباتو څارنکو دډېرو خلکو دبرخی اخېستلو له امله خپله خوښی څرگنده کړی ده او واېې چه د تقرېبا ېو اتېا مستحقو راېو ورکونکو د جملې نه ېې پنځه اتېا فېصده خلکو خپلی راېې ورکړی.

د انتخاباتو د نتېجی د اعلانولو نه وروسته تر اوسه پوری په تشدد کی ېو سړی مړ او ېو شمېر خلک زخمېان شوی دی، مگر د نور تشدد وېره لا هم شته.

د امرېکا خارجه وزارت د بنگله دېش انتقالی حکومت ته خپله مبارکی لېږلی ده او واېې چه انتخابات ېې په کامېابئ سر ته رسولی دی او د تقرېبا دوو کالو نېمه نظامی حکومت نه وروسته اوس بېا په دغه هېواد کی د دېموکراسئ لپاره لاره خلاصه شوی ده.

XS
SM
MD
LG