د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه باندی د اسراېلو پوځی ېرغل - د نړئ عکس العمل


عرب لېگ نن په مصر کی ېوه عاجله غونډه کوی تر څو په غزه باندی د اسراېلو دپوځی ېرغل په باب په خپل منځ کی سره سلا مشوره وکړی.

تر اوسه پوری تقرېبا څلور سوه کسان د غزې په تړانگه کی د اسراېلو د هواېې قواو په بمبارېو کی وژل شوی دی.

د عرب لېگ د غړو هېوادونو د خارجه چارو وزېران به نن په قاهره کی راټول شی او کوښښ به وکړی چه روان جنگ ختم کړی.

د نړئ ېو شمېر نورو قدرتونو هم په غزه باندی د اسراېلو د هواېې حملو د بندلو په هکله خپل کوښښ شروع کړی دی.

د ترکېې صدر اعظم، رجب طېب اردوان، نن اعلان وکړ چه سورېې او اردن ته په سفر روان دی او غواړی چه ددغه جنگ دختمولو په باب د اردن او سورېې د مشرانو سره خبری وکړی.

ښاغلي اردوان ووېل چه په روانه هفته کی به مصر او سعودی عربستان ته هم سفر وکړی.

په توکېو کی د جاپان د حکومت ماموران واېې چه صدر اعظم تارو اسو نن د اسراېلو دصدر اعظم اېهود اولمېرت نه وغوښتل چه په غزه باندې دې هواېې بمباری پای ته ورسوی.

اسراېل واېې چه ددی بمبارئ هدف ېې دادی چه دغزې نه په اسراېلو باندی د راکټونو وېشتل بند کړی.

د سه شنبی په ورځ امرېکا، روسېې، ملگرو ملتونو او اروپاېې اتحاد په گډه د اسراېلو او حماس نه وغوښتل چه اوربند دې وکړی.

د امرېکا جمهور رېس پرون د فلسطېن د ادارې د مشر محمود عباس او صدر اعظم سلام فېاض سره په تلېفون باندی وغږېده.

د فرانسې جمهور رېس نېکولا سارکوزی، نن د اسراېلو صدر اعظم او خارجه وزېرې ته بلنه ورکړه چه سبا دې فرانسې ته راشی او په دی باب دې خبری ورسره وکړی.

په غزه باندی د اسراېلو د هواېې بمبارېو نه ورسته د نړئ په ډېرو ملکونو کی خلکو مظاهری کړی دی.

په ېمن کی مظاهره چېانو د مصر په قونسلگرئ باندی حمله وکړه. په ډېرو عربی ملکونو کی خلک مصر ته په قهر دی او واېې چه د اسراېلو سره نژدی انډېوالی ساتی.

په تهران کی هم مظاهره چېانو د انگلستان په سفارت باندی برېد وکړ او د لږ وخت لپاره ېې اشغال کړ.

مظاهره چېانو د انگلستان بېرغ راکوز کړ.

مصر نن اعلان وکړ چه د نوي مېلادی کال مراسم ېې د غزې د اولس سره د خوا خوږئ د څرگندولو په وجه فسخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG