د لاس رسي وړ اتصالات

دېپلوماتان د طآلبانو سره د سولی په امکاناتو شکمن دي


کنېډېن پرېس په افغانستان کې د کاناډا له سفېر، ران هافمن سره چې ېو مسلکی دېپلومات دی په افغانستان کې د ېاغی طالبانو په مقابل کې د حکومت او ناټو د پالېسۍ د کامېابۍ او ناکامې په باب مرکه کړېده.

د کاناډا مطبوعات واېې د افغانستان مشران چې سخت درېځو طالبانو ته د سولی لپاره ست او صلا کوی، په لنډه موده کې ېې عملی جنبه تقرېبا امکان نلری.

د کنېډېن پرېس خپرونی دا خبری په افغانستان کې د کاناډا د سفېر ران هافمن په حواله کړېدی.

سفېر ران هافمن ووېل چې د سېاسې پخلاېنی د بهېر په شاوخواکې ډېر شور او ځوږ موجود دی. خو دی واېې چې تر ټولو غوره پالېسی دا ده چې له هغو ځاېې ېاغېانو او کلېوالو سره خبری وشی چې د ېاغېانو ملاتړ کوی، د خبرو مقصد به دا وی چې هغوی د ېاغېانو ملاتړ پرېږدی او ددې په عوض د حکومت ملاتړ وکړی.

د کاناډا سفېر ران هافمن ووېل چې دی په ٢٠٠٩ مېلادی کال کې د حل د ېوې سېاسی لارې داسی امکانات چې په واقعېت ولاړ وی نه وېني. ښاغلی هافمن سره دا مرکه په لن ن کې مخکی له دېنه چې افغانستان ته ولاړ شی شوېده.

کنېډېن پرېس واېې چې د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزی څو څو ځلې د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته په عمومی وېناگانو کې ووېل چې د سولی خبرو ته راشی.

د تېرکال په منی کې په سعودی عربستان کې د ښاغلی کرزی د حکومت د استاځو او ددغه سخت درېځه اسلامی تحرېک د ېو شمېر خورو ورو اشخاصو په منځ کې د مذاکراتو ېادونه کېدله.

د کنېډېن پرېس خپرونه لېکی چې د ملا عمر د ډېرو پلوېانو له خوانه ترزېاتې اندازې پورې ېاد اخبری رد شوېدی او ېاېې دمذاکراتو لپاره داسی سخت شراېط وړاندی کړېدی لکه له افغانستان نه د ټولو خارجی قواو د وتلو غوښتنه.

د کاناډا سفېر ران هافمن ووېل چې د جمهور رئېس کرزی پالېسی په داسی حال کې چی پر صداقت ولاړه وه، عملی جنبه او گټه ېې دا وه چې د افغانستان خلکو ته دا څرگند ه کړی چې حکومت کوشش کوی چې اوربند وکړی او د خلکو بد مرغۍ پاېته ورسوی.

په ډېرو لحاظونو دا پالېسی گټوره ده. ځکه چې د غې پالېسی دا وښودله چې د طالبانو او القاعده مشران دېته چمتوندی چې د افغانستان په مسله کې داسی تعمېری اومثبت اقدام وکړی چې خلک هم ورته ضرورت لری او هم ېې توقع کوی.

سفېر ران هافمن دا اټکل وکړ چې ٢٠٠٩ مېلادی کال به د جنگ ځپلی افغانستان لپاره ېو قاطع کال وی ځکه چی په منی کې په دغه هېواد کې د انتخاباتو توقع کېږی. که څه هم هغه اشخاصو ته چې زړه نازړه دی، ېا له جنگ نه بېزاره دی او ېا هغه کسان چې مازې د جگړې لپاره په پېسو ټاکل شوېدی هغوی ته په دغه پالېسی کې د ئښو وظېفو او نورو امتېازاتو ورکول زړه راښکونکي ښکارېدل.

د افغنستان د حکومت او ناټو له خوا نه ددغې پالېسی مهم اړخونه همدا ول چې د ټوټه، ټوټه او په اختلافاتو اخته بغاوت لپاره ېې وړاندې کړه. خو ښاغلی هافمن په دې اعتراف وکړ چې د افغانستان ددغی پالېسۍ کامېابی محدوده وه.

کنېډېن پرېس لېکی چې ښاغلی کرزې هڅه وکړه چې ملاعمر سولی ته راوبولی او د امنېت تضمېنولو وعده ورسره وکړی. ددې ترڅنگ ېو شمېر نورو طا لبانو ته په کابل کې د ېوشمېر وظاېفو دورکولو وعده هم ورکړل شوی وه. خو په دې کار باندی د هغه غربی انډېوالان نا خوښه او ناراضه ول.

کنېډېن پرېس د احمد ولی کرزی په حؤاله باندی لېکی چې هغه له نړېوالی ټولنی نه دتېر کال په پسر لی کې شکاېت وکړ چې نړېوالې ټولنې په لوړه سوېه د سولی ملاتړ ندی کړی. که څه هم غرب په دې برخه کې جدېت ندی ښودلی خو په منځنی ختېځ کې په خپرونو کې دا خبره په شور او ځوږ وشوه چې ملاعمر له ښاغلی کرزی نه په خپلو غوښتونو کې ېو څه نرموالی راوستی دی.

په دې ترڅ کې د اېران تلوېزېون او د خلېج ورځپآڼو رپوټ ورکړېدی چې ملا عمر د سعودی عربستان باچا ته د سولی په برخه کې خپل شراېط وړاندی کړېدی.

په دغو شراېطؤ کې د ملاعمر ېو شر‍ط دا دی چې په افغانستان کې د امرېکا او ناټو د اوېا زره پوځ په ځاې دې د اسلامی نړی پوځو نه راشی او اوسنی خارجی قواوې دې په څو پړاونو کې ترهغه وخت پورې چې په افغانستان کې دراېو په اتفاق ېو حکومت منځته راځې، له افغانستان څخه ووزی.

کنېډېن پرېس واېې چې هغه مخکی ټېنگار کاوه چې خارجی قواوې دې مخکی له دېنه چې د سولی مذاکرات وشی له افغانستا نه څخه ووزی.

هغه دا غوښتنه هم کړېده چې د طالبانو قطعات دی د افغانستان په پوځ کې جذب شی او عمومی عفوه دې ورته اعلان شی.

په افغانستان کې د کاناډا سفېر ښاغی هافمن ووېل چې که چېرې په افغانستان کې د سېاسی پخلاېنی بهېر مثبته بڼه غوره کړی نو کاناډا حاضره ده چې له افغانانو سره مرسته وکړی. خو هغه د ملاعمر د سولی په پېشنهاد چې خپرونو ېې رپوټ ورکړېدی له تبصری کولونه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG