د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو شل تنه افغان محافظین وژلي دي


افغان مامورین وایی چی یاغي طالبانو د هلمند د ولایت د موسی کلا د ولسوال د موټرو په کتار باندی پټه حمله کړې شل تنه محافظین یې وژلي دي.

چارواکو نن د پنجشنبې په ورځ دا رپوټ ورکړ او ویې ویل چی په دې حمله کی ولسوال ملا عبدالسلام ته چی د طالبانو پخوانی غړی و څه تاوان نه دی پېښ سوی او روغ رمټ خلاص شوی دی.

د طالبانو یوه نطاق وویل چی په دې حمله کی چی د چهارشنبې په ورځ د کجکي په ولسوالي کی وسوه ، دوه طالبان هم وژل سوي او څلور زخمي شوي دي.

طالبانو د ٢٠٠٧ کال زیات وخت د موسی کلا پر ولسوالي باندی کنټرول درلود، مگر افغان او نړۍ والو قواو په یوه غټه حمله کی هغوی پسې واخیستل.

اوس هم یاغي طالبان د هلمند د ولایت د څو نورو ولسوالیو کنټرول په لاس لری. دغه ولایت د افغانستان د هغو ولایتونو نه دی چی ډیر زیات کوکنار په کی کرل کیږی.



XS
SM
MD
LG