د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او هند د خپلو ذروي تاسیساتو لیستونه یو بل ته ورکړي دي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چی د هند سره یې د ذروي تاسیساتو لیستونه تبادله کړی دي. دا کار ددواړو ملکونو ترمنځ د هغي موافقې په اساس کیږی چی په دغو تاسیساتو باندی د حملو مخه ونیول سی.

دغه دواړه هیوادونه د ١٩٩٢ کال را پدې خوا د نوي کال په لومړۍ ورځ هر کال دا کار د یوې موافقې له مخي چی شل کاله پخوا یې لاسلیک کړې، کوی.

ددې لیستونو تبادله نن په عادي توگه ترسره سوه که څه هم چی د تیر نومبر په میاشت کی په مومبای کی د تروریستي حملو نه وروسته ددواړو ملکونو تر منځ تاوتریخوالی را پیدا شوی دی.

د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري د چهارشنبې په ورځ د امریکا جمهور رئیس جورج بوش ته په تلیفون کی وویل چی په دې حملو کی که د پاکستانیانو لاس وي نو د هغوی سره به ډیره سخته رویه وسی.

مگر د هند د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چی پاکستان په دې حملو کی د پاکستاني اتباعو د احتمالي لاس درلودلو په باب د انکار حالت غوره کړی دی.

پرون د امریکا مطبوعاتو داسي رپوټونه خپاره کړل چی په پاکستان کی دیره د لشکر طیبه د مبارزي ډلي یوه مشر په دې اقرار کړی چی ده د مومبای د حملو په پلان جوړولو کی مرسته کړې وه.

دغه سړی ضرار شاه نومیږی او پاکستانی چارواکو هغه د ډیسیمبر په میاشت کی نیولی دی.

XS
SM
MD
LG