د لاس رسي وړ اتصالات

د برټانیې ملکې لومړۍ الیزابیت د کال ١٦٠٠ د جنوری پر لومړۍ نېټه د لندن هغو...


د برټانیې ملکې لومړۍ الیزابیت د کال ١٦٠٠ د جنوری پر لومړۍ نېټه د لندن هغو تاجرانو ته چی د ختیځ هند سره یې کاروبار کاوه رسمی فرمان ورکړ او هیله یې درلوده چی په دې توگه به د انډونیزیا پر مساله جاتو باندی د هالینډ انحصار ته خاتمه ورکړی.

د شرق الهند شرکت په لومړیو څو لسیزو کی د هند په ختیځو برخو کی پخپله تر هند ډېر لږ پرمختگ وکړ.

د شرق الهند کمپنی په هند کی په دغه وخت کی د هند دمغولی امپراطورانو څخه ډېر زیات تجارتی امتیازتات ترلاسه کړل. او تر کال ١٦٣٠ پوری د شرق الهند کمپنی په ختیځو ټاپو گانو کی خپل عملیات تقریبا بند کړل او د هند د نساجي او د چین د چایو گټور کاروبار ته یې توجه زیاته کړه.

د اته لسمی پېړۍ په لومړیو کلونو کی د شرق الهند کمپنی کرار کرار د برټانیې د امپراطوری نمایندگ پیل کړه او د چین او هند په سیاسی چارو کی یې مداخلې زیاتی کړې.

د شرق الهند کمپنی خپل پوځ درلود او په کال ١٧٥٢ کی یې د فرانسې د شرق الهند شرکت او په کال ١٧٥٩ کی یې د هالینډ د شرق الهند شرکت ته ماته ورکړه.

د برټانیې حکومت په کال ١٧٧٣ کی یوه لایحه منظوره کړه او د شرق الهند د شرکت ټولی چاری یې د حکومت تراداری لاندي کړې.

په کال ١٨٥٧ کی د بنگال په پوځ کی محلی عسکروښورښ وکړ او په ټول هند کی یې د برټانیې پر ضد بلواوی پیل سوې.

د برټانیې پوځ هغه ښورښ وځبی او د هند مستقیم کنټرول یې په لاس کی واخیست، او په کال ١٨٧٣ کی د شرق الهند کمپنی منحله سوه.

XS
SM
MD
LG