د لاس رسي وړ اتصالات

پر غزې د اسرائیلو د بمباریو دوهمه اونۍ


د حماس تر کنترول لاندې د غزې په تړانگه کې د د اسرائیلو د جنگي جټ الوتکو بمباري نن هم روانه وه. پرون ددغو بمباریو یوه اونۍ پوره شوه.

د حماس د ډلې مقامات وايي، د اسرائیلو په هوايي بمباریو کې د دغې ډلې د پوځي برخې یو عالي رتبه مشر وژل شوی دی. دا د حماس دوهم عالي رتبه چارواکی دی چې پر غزې باندې د اسرائیلو د تیرې یوې اونۍ راهیسې په روانو بمباریو کې وژل کیږي.

چارواکو وویل، ابو زکریا الجمال نن د غزې د ښار ختیځ لور ته د الشجاعیه په سیمه کې ووژل شو. د پنجشنبې په ورځ په یوې جلا بمبارئ کې د حماس بل مشر نظار ریان وژل شوی و.

د حماس رهبر خالد مشعل چې دا وخت په سوریه کې دی، ویلي دي چې ددې انتقام به اخلي او اسرائیلو ته یې خبرداری ورکړ چې پر غزې باندې ځمکنۍ حملې ته زړه ښه نه کړي.

د اسرائیلو په زرگونو عسکر او ټانکونه د غزې پر سرحد ځای په ځای شوي دي او د غزې د اشغالولو لپاره د امر انتظار باسي.

متحده ایالاتو د یوه اوربند د ټینگولو غږ کړی خو ویلي دي چې دا په اسرائیلو پورې اړه لري چې غواړي غزه اشغال کړي.

جمهور رئیس بوش نن په خپله اونیزه راډیويي وینا کې پر حماس تور ولگاوه چې تشدد ته لمن وهي او پر نړیوالو څارونکو یې غږ وکړ چې دا خبره یقیني کړي چې دغه تندروې ډله غزې ته وسلې نه انتقالوي.

XS
SM
MD
LG