د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې خارجی پوځیان 'په چرسو او هیروینو اخته شوي'


په افغانستان کی د غیر قانونی مخدره موادو قاچاق او استعمال اوس د خارجی پوځیانو له قوماندانانو سره هم اندېښنه پیدا کړې ده.

د کاناډا سټار ورځپاڼی په دغه ارتباط یو مضمون لیکلی دی او دغه راز د سی این این ټلوېزیونی خپروني د هلمند ولایت د موسی قلا د اولسوال د محافظینو د وژل کېدلو په باب یو رپوټ خپور کړی دی چی موږ د دواړو خلاصه درته اوروو.

د کاناډا سټار ورځپاڼه لیکی د دې خبری ډېر زیات احتمال سته چی د کاناډا هغه پوځیان به چی د هیلمند په ولایت کی، چی ډېر زیات مخدره مواد پکښی تولیدېږی، په عملیاتو لگیا دي د مخدره موادو په تجارت کی لتاړ سی.

د کاناډا سټار ورځپاڼه لیکی چی په افغانستان کی تقریبا هره ورځ خارجی پوځیان د مخدره موادو بازارونو ته لاره پیدا کوی. د کاناډا پوځیان هم په چرسو او هېرویینو اخته سوي او هم ددغو موادو په قاچاق کی لاس لری.

د سټار ورځپاڼی د پوځی پولیسو د رپوټونو په اساس لیکلي دي چی په دغه برخه کی اسناد په کال ٢٠٠٧ کی تر لاسه سوي دي خو دغی ورځپاڼی ته تېره میاشت رسېدلي دی.

یو رپوټ وایی چی د کال ٢٠٠٧ د جولای په میاشت کی پوځی پولیسو د مخدره موادو د پیدا کونکو سپیو په مرسته د کاناډایی پوځیانو په هغه کاروان کی جی د سپین بولدک څخه را روان وو مخدره مواد پیدا کړل.

ددې پېښی په باب له تحقیقاتو څخه معلومه سوه چی د کاناډا پوځیان ښایی د مخدره موادو په غیر قانونی تجارت کی لاس ولری. د کاناډا سټار ورځپاڼی رپوټ وایی په کال ٢٠٠٦ کی د پوځی پولیسو تحقیقاتو وښودله چی د کاناډا پوځیانو اته ویشت ځله د مخدره موادو په قاچاق کی لاس درلودلی او ١٧٠ ځله یې هېرویین استعمال کړی دی.

د کاناډا سټار ورځپاڼه وایی د تحقیقاتو څخه داس یمعلومه سوې ده چی اکثر کاناډایی پوځیان مخدره مواد د خپل شخصی استعمال دپاره ورسره وړي خو داسی هم معلومه سوې ده چی ځینو عسکرو د مخدره موادو د منظمو جنایی ډلو سره اړېکی ټینگ کړي او ددغو موادو په بین المللی قاچاق کی برخه لری.


XS
SM
MD
LG