پاکستانی پولیس وایی چی د ملک په شمال لویدیځ کی د ځان مرگی بم چونکی په حمله کی لږترلږه اوه تنه وژل شوی دی.
چارواکی وایی چی پنځه تنه پولیس او دوه ملکی کسان هغه وخت ووژل شول چی د افغانستان سرحد ته نژدی په دیری اسمعیل خان کی نن بم وچاودید.
چارواکی وایی چی پولیس د پیښی د څیړلو لپاره د پیښی په سیمه کی راغونډ شوی وو چی بله چاودنه وشوه.
په دی چاودنه کی لږترلږه ٢٥ تنه زخمی شول.