د زلزلې مرکز د پاپوا په نوم سیمه وه چې پکې څلور تنه وژل شوي او څو تنه نور یی ټپي کړي هم دي.
د اندونیزیا محلي تلویزیون او مامورین وایی چې پدې پیښه کې زیاتې ماڼۍ هم له خاورو سره یو شوی دي.
د ژغورنې عمله، د عاجلو چارو تیمونه او امنیتي مامورین اوس هم د ړنگو شویو ودانیو په خاور خځلو کې په ټپی او یا ایسار پاتی شویو کسانو پسی خپل لټون ته دوام ورکوي.
دوی په یوه سپورتي ستیدیم کی د ټپي کسانو د درملنې چاری پیل کړی.