د لاس رسي وړ اتصالات

اسراییلی پوځونه د غزی تړانگی ته ور ننوتل


اسراییلی پوځونه چی د هیلوکوپټرو ملاتړ ورسره نن د غزی تړانگی ته ور ننوتل.

د فلسطین د روغتیایی چارو مامورین وایی چی نن په کوڅو کی د اسراییلو د پوځونو او د حماس د یاغیانو ترمینځ جنگونو کی د دیرشو نه زیات فلسطینیان وژل شوی چی اکثره یی ملکی خلک وو.

د اسراییلو پوځ هم د غزی په حمله کی د خپل یوه عسکر د وژل کیدو خبر تایید کړی دی او همدا شان یی وویل چی د هغوی دیرش تنه عسکر زخمی شوی هم دی.

د اسراییلو د صدر اعظم یوه نطاق د الجزیری د انگریزی ژبی ټلویزیون ته په مرکه کی ویلی چی اسراییل به ترهغه خپلی حملی ته ادامه ورکړی ترڅو یوه دوامداره سوله ترلاسه شی.

اسراییلو د غزی په تړانگه د یوی اونی بمباری وروسته د شنبی په ماښام مځکنی عملیات پیل کړل.

اسراییلی چارواکی وایی چی دهغوی د عملیاتو هدف د غزی د تړانگی اشغال نه دی بلکه غواړی په سیمه کی د حماس د یاغیانو پوځی مرکزونه ړنگ کړی.

XS
SM
MD
LG