د لاس رسي وړ اتصالات

هند پاکستان ته د ممبیی د حملو شواهد وړاندې کوي


د هندوستان حکومت په ممبی باندې په بریدونو کې د پاکستان د ځینو کړیو د لاس درلودلو شواهد د هغه هیواد چارواکو ته وړاندې کړل. د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان نه غوښتي چې د ترهگرو په نیولو کې ژر تر ژره خپل ژمنې پوره کړې.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو جگپوړي چارواکې نن په اسلام اباد کې د صدر اعظم سره ولیدل.

هند د نومبر د میاشتې په وروستیو ورځو کې په ممبی باندې د خونړیو ترهگرو بریدونو پړه په یوه پاکستان میشتې وسله والې ډلې اچولي ده. پاکستان تر اوسه د شواهدو د نه وړاندې کیدو له امله دا تورونه رد کړې دي.

خو نن د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر پرناب مکیرجي وویل وروستي پاخه شواهد یې هم نن په ډلي د پاکستان سفارت ته وړاندې کړل.

په وړاندې شوو ثبوتونو کې د یوازیني ژوندي پاتي شوي بریدکوونکې نه د تحقیقاتو دوسیه، د ترهگرو پاتي شوي وسلې او د ستیلایت تلیفونونه شامله دي.

مکیرجي: "موږ د پاکستان حکومت ته د ممبی په بریدونو کې د ځینو پاکستاني کسانو د لاس لرلو شواهد وړاندې کړل. موږ خپل دوست هیوادو هم په جریان کې ساتلي دي. ما د ټولو هیوادو د بهرنیو چارو زیرانو ته د ممبی د پیښو د تفصیل او د تحقیقانو د پایلو او پرمختگ په اړه لیکونه استولي دي. په راتلونکو څلورویشت ساعتونو کې به په ډهلي د ټولو سفارتونو مشرانو ته هم یوه معلوماتي غونډه جوړه شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد صدیق وایي چې دوی اوس په وړاندي شوو توکو څیړنې پیل کړې دي. د خونړیو بریدونو نه یوازي څو ورځې وروسته د هند حکومت د هغه ویروونکي او دراماتیک برید پړه په لشکر طیبه واچوله.

د نړیوال فشار د زیاتیدو نه پس د پاکستان حکومت د خیریه تحریک جماعت الدعوت دفترونه وتړل او دوه مشران یې ونیول. ویل کیږي چې جماعت الدعوت په اصل کې د همدې لشکر طیبه ظاهري نوم دی.

هندوستان پاکستان ته وایي چې د بریدونو طرحه کوونکې باید د هند حکومت ته وسپارل شي او په پاکستان کې د ترهگرو روزنیز کمپونه باید له منځه یوړل شي.

"د ممبی چې څه وشول هغه یو نه بښونکی جرم دی. د پاکستان له حکومت نه موږ یوازي دا غواړو چې د هند له حکومت سره شوي دوه اړخیزې ژمنې پوره کړې او خپل نړیوال مسولیت سرته ورسوي."

پاکستان وایي له هند سره یو او بل ته د مجرمینو د سپارلو تړون نه لري او د شواهدو د تثبیتیدو نه وروسته به هم ترهگر یوازي په خپلو محاکمو کې محکمه کړې.

د ممبی خونړی پیښې چې څه کم دوه سوه تنه په کې ووژل شول، د دوو گاونډیو خو د پاکستان د رامنځ ته کیدو له ورځي راهیسي د دښمنو هیوادو ترمنځ یو ځل بل بیا اړیکې خرابې کړې دي.

بلخوا نن په داسي څال کې چې په ممبی کې د پاکستان سفیر ته په بریدونو کې د پاکستانیانو د لاس لرلو شواهد وړاندې کیدل، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچرد باوچر په اسلام اباد کې د پاکستان له صدر اعظم سید یوسف رضا گیلاني سره ولیدل.

د امریکا د سفارت په خبرپاڼه کې د دوو مشرانو د خبرو تفصیل نه دی راغلی خو زیاته وي چې سیمې په مسلو باندې خبرې اترې وشوې. د امریکا دې جگپوړي چارواکې له صدر اعظم وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شا محمود قریشي سره هم ولیدل.

محمود قریشي خبریالانو ته وویل چې پاکستان به د هند له لوري وړاندې شوي شواهد په دقت وڅیړي او مناسب ځواب به ورکړې.

د هند او پاکستان ترمنځ د ترینگلو اړیکو په جریان کې د امریکا استازو له ډهلي او اسلام اباد سره نژډې اړیکې ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG