عراقي شیعه عبادت کوونکي نن سه شنبې د کربلا په ښار کې سره راغونډ شوي وو او د مذهبي مراسمو تر ټولو مهمې ورځی اشورا لمانځنه یې کوله.
د آشورا ورځ
به سبا د چهارشنبې په ورځ هم ولمانځل شي.
په سلگونه زره شیعه خلک دا ورځ د امام حسین د وژل کیدو په غم لمانځي او اکثراً په دا ډول مراسمو کې سنی سخت دریځه بریدونه هم کوي.
دا د شیعه مذهبیانو ترټولو ستره اجتماع او ستر مذهبي مراسم دي چې د صدام حسین چا چې دوی یې ځپل تر نسکورولو وروسته یې سرته رسوي.