د لاس رسي وړ اتصالات

حماس او ایران - ملگرتیا او اختلافات


په داسې حال کې چې معتدل عرب دولتونه د غزې د تړانگې په منازعه کې غلي دي، ایران د اسرائیلو په غندلو کې تر ټولو زیاته برخه لري او د حماس سره یې د ملگرتیا اعلان کړی دی.

زیات شمیر څیړونکي په دې کې شک نه لري چې ایران او حماس پخپلو کې سره تعلقات لري خو ددې تعلقاتو د ژوروالي او بڼې سره اختلاف لري.

اسرائیلو تل ادعا کړیده چې ایران د حماس سره هماغسی اړیکې لري لکه په لبنان کې چې یې د حزب الله سره لري. اسرائیل وايي ایران د حماس ډلې ته روزنه او وسلې ورکړي دي. مگر دا یو د اختلاف وړ تور بلل کیږي.

په بریتانیی کې د کمبریج د پوهنتون د منځني ختیځ د څانگې یو کار پوه جورج جافی دا ادعا ردوي چې گوا کی ایران به د غزې تړانگې ته د اسرائیلو د محاصرې نه تیر شوی وی او ځان به یې حماس ته رسولی وي.

جافې وايي: "دا چې ایران وکړی شي داسې تماسونه برقرار کړي ماته ناشونې ښکاري. حتی په اشغال شوو سیمو کې هم دداسې اړیکو لرل امکان نه لري. په حقیقت کې دوی په منځني ختیځ کې هم د ټولو نه بیل دي. نو ځکه هغه اړیکې چې اسرائیلیان ادعا کوي د امکان نه لرې خبره ده."

خو د منځني ختیځ د یوه بل تحلیل کونکي ریوا بهالا په خبره ایران د ډیر پیچلی استخباراتي سیستم په لرلو سره کولی شي د حماس د ځمکې لاندې تونلو نه په گټې اخیستنې سره ځان حماس ته ورسوي.

بهالا وايي: "اساساً حزب الله داسې کسان لري چې د سودان نه وسلې پیري. دوی مصر ته په سني نومونو ننوځي او نور جعلي اسناد جوړوي او په سینا کې بدوي قبایلو ته د وسلو او چرسو په ورکولو سره چې بیا دوی یث په تور مارکیت کې خرڅوي او د مصر امنیتي چارواکو ته د بډو په ورکولو سره ځان غزې ته رسوي او وسلې د حماس د ځمکې لاندې پراخو تونلو په واسطه انتقالوي."

مگر اکثریت څیړونکي په دې نظر دي چې که څه هم ایران حماس ته وسلې واستوي خو بیا هم په عملي توگه ډیره لږه گټه کوي یواځې دومره کولی شي چې د عادي اسرائیلیانو لپاره ژوند تریخ کړي.

دا یواځې سیاسي سنگر دی چې ایران د غزې د کشالې نه گټه پورته کوي او په دې سره ځان د اسلامي دنیا مشر ور پېژني.

XS
SM
MD
LG