د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې '۳۲ وسله وال شورشیان وژل شوي دي'


په افغانستان کی د امرېکا پوځ واېې اېتلافی قواو، دوه دېرش وسله وال د لغمان په ولاېت کې وژلی دی.

د امرېکا پوځ واېې چه اېتلافی قواو د سړک په غاړه دبمونو د اېښودلو په ېوې شبکې باندی وروسته دهغې نه حمله وکړه چه تقرېبا پنځه اوېاو وسله والو تندروانو په اېتلافی قواو باندی د کورونو د بامونو دسرونو او لارو کوڅو نه ډزی و کړی.

تردې وروسته امرېکاېې عسکرو هم پری ځوابی ډزی وکړی.

د امرېکا د پوځ خبرلېک واېې چه په وژل شوو وسله والو کې ېوه ښځه هم شامله ده. اېتلافی قواوې واېې چه ېو مشکوک ېې ژوندی ونېوه او دوسلو او بمونو د جوړولو وساېل ېې تباه کړل.

تېره هفته په افغانستان کی د امرېکا سفېر وېلېم ووډ ووېل چه سږ کال په افغانستان کی د سړک په غاړه دبمونو د اېښودلو پېښې زېاتی شوی دی.

پرو سږکال په ټول کال کی دسړک په غاړه د بمونو دچاودېدلو دوه زره پېښې شوی وې او شاېد چه سږکال نورهم زېاتی شی.

XS
SM
MD
LG